د افغانانو لپاره د مشروط بشردوستانه اوعام المنفعه اقامت په اړه معمولي مطرحه کيدونکې پوښتنې
مونږ د پېرول د غوښتنلیک پروسې او پر هغو افغان اتباعو باندې د تطبيق د بڼې په اړه ډېری پوښتنې ترلاسه کړي چې متحده ایالاتو ته د رسيدو په هڅه کې دي. موږ ژمن يو چې په خپل ويب سايټ کې د عمومي پوښتنو په اړه کره معلومات وړاندې کړو او د وخت په تېريدو سره مکرر پوښتنې ور زياتې کړو..
يو افغان تبعه څنګه کولای شي د پېرول غوښتنلیک بهير پيل کړي؟
د بيړني بشردوستانه او د پام وړ عامه ګټو د پېرول غوښتنلیک په اړه د معلوماتو ترلاسه کولو لپاره مهرباني وکړئ د افغان وګړو لپاره د (USCIS) ته د پېرول لپاره د غوښتنلیک په هکله معلومات ويب پاڼې څخه ليدنه وکړئ. تاسې کولی شئ د اړتيا وړ فورمونو، په شرایطو برابروالي معيارونو چې مونږ په پام کې نیسو او د بیړني بشردوستانه پېرول لپاره د غوښتنلیک په اړه د لازياتو معلوماتو لپاره د بشردوستانه او د پام وړ عامه ګټو پر بنسټ پېرول ويب سايټ وګورئ.
مونږ د بيړنيو بشردوستانه يا د پام وړ عامه ګټو د دلايلو پر بنسټ پېرول لپاره د شرایطو برابروالي کوم معيارونه په پام کې نیسو؟
موږ د قضیې پر اساس او د ټولو شرایطو په پام کې نيولو سره د پېرول ټول غوښتنلیکونه او وړاندې شوي شواهد پلټو. (د کډوالۍ او تابعيت قانون (A)(5)(d)212 برخه وګورئ). په عمومي توګه د بينالمللي پناه غوښتنې د ملاتړ سیسټم له لارې ملاتړ ته اړمنو افغان اتباعو په شمول ټولو ملاتړ ته اړتیا لرونکو خلکو ته عمومی رسیدنه د متحده ایالاتو دولت د پخوانۍ پاليسۍ برخه ده چې د متحده ایالاتو د کډوالو قبولۍ پروګرام (USRAP) لهلارې بیاميشتيدنه هم پهکې شاملېږي.
په ځينو مواردو کې محافظي اړتياوې دومره بيړنۍ وي چې د کوربه هېواد يا د متحده ایالاتو د کډوالو قبولۍ پروګرام (USRAP) له لارې د ملاتړ ترلاسه کول له واقعيت سره سم نه وي. تاسې بايد خپل نېږدې پيښيدونکی خطر يا زيانمنتيا ثابته کړي ترڅو موږ درته پېرول ورکړو. زمونږ په ځانګړو ډولو بشردوستانه یا د عامه ګټو لپاره د پېرول غوښتنو لپاره د شواهدو په اړه لارښود وېبپاڼې کې عمومي معلومات ورکړل شوي دي، چې تاسو سره مرسته کوي هغه عوامل درک کړئ چې موږ د پېرول د منظورۍ لپاره د پرېکړې پر مهال د هدف شویو یا شخصي زیانونو په وړاندې د محافظت په اړه په پام کې نیسو. تاسې کولی شئ د پېرول په ويب سايټ کې د هغو کسانو په اړه معلومات وګورئ چې ښايي د پېرول ترلاسه کولو پر شرایطو برابر وي.
زما د کورنۍ يو افغان غړی چې اوسمهال له متحده ایالاتو څخه بهر ژوند کوي او ممکن د کورنۍ پر بنسټ کډوالۍ غوښتنې (د I-130 فورمه، د غیرتبعه خپلوانو لپاره غوښتنلیک) او یا کوم بل کډوالۍ یا غیر کډوالۍ ویزې له شرایطو سره برابر وي، ايا هغوې هم د پېرول لپاره په پام کې نیول کیدی شي؟
د پېرول برنامه د کډوالۍ عادي پروسې د پړاوونو او مهالویشونو د مخنیوي، د نه قبلیدو معافیتونو د پروسې له پامه غورځولو، یا د مهاجرت د پروسې ټاکل شویو چینلونو د بدلولو لپاره نه ده. سربېره پر دې، د کډوالۍ یا غیرکډوالۍ ویزې برخلاف، د پېرول ترلاسه کول شخص ته د کډوالۍ حیثیت نه ورکوي.
بیا هم، که د پېرول لپاره بیړني بشردوستانه دلایل یا د پام وړ عامه ګټې شتون ولري، د یو امریکایي تابعیت لرونکي کس نېږدې د کورنۍ غړی (مور، پلار، مېړه/ښځه، یا د ۲۱ کلونو څخه کم عمره مجرد اولاد) یا د یو قانوني دایمي اوسېدونکي نېږدې د کورنۍ غړی (مېړه/ښځه یا د ۲۱ کلونو څخه کم عمره مجرد اولاد) کېدل یو قوي مثبت عنصر ګڼل کېږي کله چې موږ ټول شرایط ارزوو او پرېکړه کوو چې د پېرول غوښتنه ومنو که نه. که د عادي پړاوونو بشپړولو ته رسيدنه ناممکنه وي يا یو غوښتنې ته په فوري توګه رسيدنه وخت ونيسي، موږ تأييد شوی د I-130 فورمه د يو مطلوب عامل په توګه په پام کې نيسو. د افغان اتباعو لپاره د پېرول غوښتنې په اړه د نورو معلوماتو ترلاسه کولو لپاره، مهرباني وکړئ د افغان وګړو لپاره د (USCIS) ته د پېرول لپاره د غوښتنلیک په هکله معلوماتو انټرنېټي پاڼې ته مراجعه وکړئ.
څنګه کولای شم د خپلې دوسيې چټکولو غوښتنه وکړم؟
تاسې کولای شئ خپل د پېرول غوښتنلیک (د I-131 فورمه، د سفر اسنادو لپاره غوښتنلیک، د پېرول اسناد، او د تګ او راتګ ریکارډونه) په پورتنۍ ښۍ څنډه کې په تور رنګ د چټکتيا (EXPEDITE) کلمې په ليکلو سره د غوښتنليک د پړاوونو بشپړولو د چټکټيا غوښتنه وکړئ. په عمومي توګه د پېرول ټول غوښتنليکونه د بيړنۍ اړتيا پر بنسټ دي. له همدې امله بايد د خپل غوښتنليک چټکولو لپاره مهم اسناد لکه د ژوند ګواښوونکي وضعيت ښودل يا نور ډېر بيړني شرایط وړاندې کړئ. همدارنګه داسې مهم سندونه وړاندې کړئ چې د پړاوونو چټکتيا لپاره ستاسو له غوښتنليک څخه ملاتړ وکړي. موږ به غوښتنليکونه په موردي بڼه پروسس کړو. که چېرې د پېرول د لومړني غوښتنليک وړاندې کولو راهيسې ذینفع شرایط بدل شوي وي او په بيړه سره چټکې رسيدنې ته اړتيا ولري، غوښتنليک وړاندې کوونکی يا يې د سوابقو استازی کولای شي، غوښتنلیک له هر ډول شواهدو او اسنادو سره ضميمه په HumanitarianParole@uscis.dhs.gov پته بریښناليک راواستوئ. په مهربانۍ سره د "expedite request" )غوښتنلیک چټکول( او د رسيد شمېره د برښناليک موضوع په برخه کې وليکئ.
ایا له فيس څخه د معافيت غوښتنه به زما پر غوښتنلیک څه اغېزه ولري؟
که مونږ ستاسو د فیس معافیت غوښتنه ومنو، موږ به ستاسو د پېرول غوښتنه هم ومنو او په اړه به یی پرېکړه وکړو. د فیس معافیت لپاره غوښتنه به ستاسو د قضیې د ارزونې په څرنګوالي هېڅ اغېزه ونلري. سره له دې، که موږ ستاسو د فیس معافیت غوښتنه رد کړو، ستاسو د پېرول غوښتنه به هم رد شي او تاسو باید د اړوند فیس سره یا د نوي فیس معافیت غوښتنه د شواهدو سره چې د پخواني فیس معافیت غوښتنې د ردولو دلیل تشریح کوي، بیا غوښتنه وکړئ.
ایا تاسو د هغو اسنادو لپاره چې په انګلیسي نه دي، تصدیق شوې ژباړې ته اړتیا لرئ؟
هو. که تاسې هر ډول اسناد (کاپي يا اصلي اسناد، د اړتیا په صورت کې) چې په بهرنۍ ژبه وي استوئ، بايد د هغو بشپړه انګليسي ژباړه د اسنادو له بشپړ کره والي څخه د ژباړونکي تصديق او د باصلاحيته ارګان لهخوا له بهرنۍ ژبې څخه انګليسي ته د ژباړونکي د ژباړې تأييد ورسره ضميمه وي.
ایا د پېرول ترلاسه کولو لپاره پاسپورت ته اړتيا لرم؟
کله چې تاسو د USCIS ادارې ته د پېرول لپاره غوښتنه کوئ، باید خپل هویت موږ ته څرګند کړئ. د دې پروسې د یوې برخې په توګه، که چیرې موږ په مشروط ډول ستاسې پېرول ومنو، تاسو باید د هویت تایید او اضافي پلټنې لپاره د بهرنیو چارو وزارت د کنسولي مأمور سره د ملاقات لپاره حاضر شئ مخکې له دې چې خپل د سفر سند ترلاسه کړئ. د هويت لپاره د خپل پاسپورت د هويت پاڼې او يا هويتي سند کاپي چې د اړوند دولت لهخوا چې ستاسو تابعيت تأييدوي او له دې شرحې سره چې ولې ستاسو پاسپورت د لاسرسي وړ نهدي، وړاندې کړئ. که چېرې هيڅ داسې هويتي سند ته چې د دولت لهخوا صادره شوي وي، لاسرسی نهلرئ، بايد خپل ثانوي هويت د سند ډول له داسې وضاحت سره چې ولې دولت لهخوا تأييد شوې د هویت سند ته لاسرسی نهلرئ، وړاندې کړئ. ښايي د ثانوي سند ډول کې مذهبي اسناد، روغتيايي اسناد او د ښوونځي يا کار سوابق شامل وي خو په دې پورې نه محدودېږي. موږ نشو کولی له افغان اتباعو سره مرسته وکړو ترڅو د افغان دولت پاسپورت يا له هغه درېيم هېواد څخه د وتلو او دننه کيدو اجازه ترلاسه کړي چې د سفر پر مهال پاسپورت ته اړتيا لرئ.
کوم کنسلي دفترونه کولای شي د پېرول غوښتنليک کنسولي پروسه بشپړه کړي؟
تر هغه چې مونږ د پېرول غوښتنليک لومړني پړاوونه بشپړ او مشروطه تأييدې يې صادره نکړو، د متحده ایالاتو کوم سفارت يا کنسلګرۍ نهشي کولای د پېرول له ذينفع سره مرسته وکړي. د متحده ایالاتو ټول هغه سفارتونه او کنسلګرۍ چې د ويزې خدمات وړاندې کوي، د پېرول د پړاوونو بشپړولو کې مرسته کولای شي. د نورو معلوماتو ترلاسه کولو لپاره، د متحده ایالاتو د سفارت یا کنسولګرۍ ویب پاڼې ته مراجعه وکړئ چیرې چې ذینفع استوګن دی. د متحده ایالاتو د بهرنيو چارو وزارت د سفارت خونو رسمي لړليک څخه کتنه وکړئ.
ایا کوچنیان کولای شي د اصلي ذينفع په توګه د پېرول ترلاسه کولو لپاره اقدام وکړي؟
له متحده ایالاتو بهر هر کس کولای شي د عمر په پام کې نيولو پرته د غوښتوونکي په توګه د پېرول ترلاسه کولو لپاره غوښتنليک وړاندې کړي. له دې سربېره، یو کس کولای شي د هغو کسانو په استازیتوب چې له متحده ایالاتو څخه بهر دي، د دوی عمر په پام کې نيولو پرته د پېرول غوښتنه وکړي. دا چې د پېرول لپاره هيڅ کوم اړوند مشتق وضعيت نشته، نو بايد د هر کس لپاره د I-131 فورمه ډکه شي. زمونږ د پام وړ عامه ګټو يا بشردوستانه پېرول غوښتنليکونو د ځانګړو شواهدو وړاندې کولو لارښود ویبپاڼه کې د ماشومانو لپاره د پېرول غوښتنلیکونو د ثبت په اړه لازيات معلومات وړاندې شوي دي.
که چېرې کوم سازمان د I-131 فورمه ډکوي، آیا باید خپل د کارکوونکي شخصي معلومات (د ټولنيز تأمين شمېره، د زېږون نېټه، اصلي هېواد) په کې درج کړي؟
هغه کس یا غوښتونکی چې د I-131 فورمه وړاندې کوي، باید د فورمې د ۲مې برخې ټول ځایونه ډکې کړي او په ۱۰مه برخه کې په لاسلیک سره تایید کړي چې په غوښتنلیک او وړاندې شوو شواهدو کې ټول معلومات سم دي. غوښتونکی بايد همدارنګه يو روښانه او څرګند انځور لرونکی سند چې د دولت لهخوا صادر شوی وي او د هغه نوم او د زېږون نېټه مشخصوي، وړاندې کړي.
د بېلګې په توګه:
- د اوسنۍ ګمارنې د جواز سند، که چېرې موجود وي؛
- د دولت لهخوا صادر شوی د ډريورۍ معتبر ليسانس؛
- د پاسپورت د هويت پاڼه؛
- د I-551 فورمه يا دايمي اقامت کارت ( ګرين کارت)؛ یا
- هر ډول بل هويتي سند.
که یو بل کس د غوښتونکي په استازیتوب فورمه ډکوي، نو هغه باید د فورمې ۱۲مه برخه بشپړه کړي او د چمتو کوونکي تصدیقنامه لاسلیک کړي.
څومره وخت نیسي چې د USCIS اداره د پېرول لپاره غوښتنې ته رسیدګي وکړي؟
موږ اوسمهال د پېرول لپاره خورا زیات شمېر غوښتنې ترلاسه کوو. په داسې حال کې چې موږ هڅه کوو د پېرول لپاره ټولې غوښتنې په چټکۍ او موثره توګه ترسره کړو، غوښتونکي باید په پروسه کې د ځنډونو تمه ولري. دا ډیر وخت نیسي چې موږ د ۲۰۲۱ کال له مني راهیسې ترلاسه شوي د پېرول لپاره بې سابقې زیات شمېر غوښتنو ته رسیدګي وکړو او پروسه بېرته عادي وختونو ته راولو. موږ لازم اقدامات ترسره کوو ترڅو ژر تر ژره پروسه بېرته خپل عادي وخت ته راولو.
که د پېرول لپاره د غوښتنې درج کولو په وخت کې اړین شواهد او مدارک ونه سپارئ، یا موږ اړتیا ولرو چې له تاسو اضافي معلومات وغواړو؛ نو ستاسو د قضیې پروسه به ډیر وخت ونیسي.
که تاسو د بشردوستانه یا د پام وړ عامه ګټو پر بنسټ د پېرول غوښتنو د ځینو ډولونو لپاره د مدارکو او شواهدو لارښود پاڼې تر بیاکتنې وروسته په داوطلبانه توګه غواړئ چې نور مدارک وړاندې کړئ، نو کولی شئ دا کار په خپل د USCIS آنلاین حساب کې د "ناغوښتل شویو شواهدو"("Unsolicited Evidence") ګزینې په انتخابولو سره ترسره کړئ.
که چېرې تاسې خپل د پېرول غوښتنه په کتبي ډول ثبت کړي وي، تاسې کولای شئ له "آنلاین لاسرسي کوډ" څخه کار واخلئ ترڅو خپل کتبي غوښتنه ستاسې له USCIS آنلاین حساب سره وصل کړئ.که چېرې تاسې د خپل USCIS آنلاین حساب تاییدولو د څرنګوالي په هکله پوښتنې لرئ یا هم غواړئ چې موږ ستاسې د آنلاین لاسرسي کوډ بیا ځلې تنظیم کړو، مهرباني وکړئ زه څرنګه د آنلاین لاسرسي نوی کوډ ترلاسه کولای شم؟ یا هم د USCIS د اړیکو مرکز پاڼو ته لاړ شئ.
که چېرې تاسې نه غواړئ چې په خپل USCIS آنلاین حساب کې اضافي شواهد وړاندې کړئ، تاسې کولای شئ زمونږ دفتر ته یې د لیک یا برېښنالیک (ایمیل) له لارې واستوئ. مهرباني وکړئ د پېرول خبرتیا لپاره ستاسې د غوښتنې په رسید کې د لېست شوي لیک او بریښنالیک آدرس (ایمیل) وګورئ. مونږ سپارښتنه کوو چې اړوند شواهد په خپل USCIS آنلاین حساب کې وړاندې کړئ ځکه چې دا به زمونږ لپاره خورا وخت نیوونکې وي چې زمونږ دفتر ته د لیک یا برېښنالیک له لارې رالیږدول شوي شواهد پروسس کړو.
آيا خپل د پتې معلومات تازه کول زما د پروسې بشيړولو پر وخت اغېزه کوي؟
دا اړینه ده چې د پېرول غوښتنليک کې هم د متقاضي او هم د ذينفع کس د اړېکو لپاره د I-131 فورمې په اړونده برخه يا اضافي سند کې بشپړ معلومات (بریښناليک پته، د ټيلفون شمېره او فزيکي پته) ولرو. که د متقاضي او یا د ذینفع کس د اړېکو معلومات بدلون مومي، باید موږ ته خبر راکړئ.
موږ له افغانستان څخه بهر د هغو ذينفع افغانانو د پېرول غوښتنليک ته لومړيتوب ورکوو، چې د ذينفعانو په کوربه هېواد کې يې د متحده ایالاتو له کونسلګريو او سفارتونو څخه د پېرول غوښتنليکونو د مشروط تأييدي په ترلاسه کولو سره د پېرول غوښتنليک بشپر کړي. په ورته وخت کې په افغانستان کې دننه افرادو لپاره هم د پېرول غوښتنلیکونه طی مراحل کوو.
که چېرې د USCIS اداره تراوسه زما غوښتنليک ته رسيدنه نه وي کړې، ایا کولای شم د خپل بشردوستانه پېرول غوښتنليک لپاره خپل ورکړی فيس بېرته ترلاسه کړم؟
کله چې تاسې کوم فيس تادیه کوئ، تاسې موافقت کوئ چې د دولتي خدماتو لپاره فیس ورکړئ. د فورمونو فیسونه په عمومي ډول وروستي او نه بېرته ورکېدونکي دي، پرته له دې چې موږ ستاسو په غوښتنلیک، عرض یا غوښتنه په اړه څه پرېکړه کوو یا که تاسو خپله غوښتنه بېرته اخلئ. که موږ پرېکړه وکړو چې کوم فیسونه بېرته ورکړو یا په پالیسۍ کې کوم بدلون راولو، موږ به عامه ته خبر ورکړو.
که چېرې په داسې حال کې چې د USCIS اداره د یوي غوښتوونکي د پېرول غوښتنليک د پلټنې په حال کې وي، او هغه ولادت وکړي، آيا نوی زېږيدلی ماشوم د I-131 فورمې ته اړتيا لري؟
هو، موږ د هر ذينفع لپاره چې په متحده ایالاتو کې د پېرول غوښتنليک وړاندې کوي، د I-131 فورمې ته اړتيا لرو. موږ د پېرول هر غوښتنليک په موردي بڼه پلټو. غوښتونکي باید د ماشوم د پېرول غوښتنې د ثبتولو پر مهال د ماشوم د مور او پلار د پېرول غوښتنو نومونه، د زېږېدنې نیټې، او د رسید شمېرې (که موجودې وي) شاملې کړي. زمونږ د پام وړ عامه ګټو يا بشردوستانه دلایلو پراساس د پېرول غوښتنليکونو د ځانګړو ډولونو وړاندې کولو د سندونو په ويب سايټ کې د ماشومانو لپاره د پېرول غوښتنليک د ثبت لارښود به اړه معلومات وړاندې شوي دي.
آيا کولای شئ په داسې حال کې چې زه لاهم په افغانستان کې يم زما د پېرول غوښتنلیک پړاوونه بشپړ کړئ؟
مونږ کولای شو چې ستاسو د پېرول غوښتنليک پروسس پیل کړو پداسې حال کې چې تاسې لاهم په افغانستان کې ياستئ. که مو پام شو چې تاسو د پېرول په شرایطو برابر نه ياستئ، يو د مستردي اطلاعيه به درته صادره کړو. که څه هم تر هغه چې تاسو په هغه هېواد کې ياستئ چې د متحده ایالاتو سفارت يا کونسلګرۍ پهکې نه وي، نه شو کولای ستاسو د پېرول غوښتنليک په مشروط ډول تأييد کړو. که چېرې مو لومړی د پېرول په شرایطو برابر وګنلئ، غوښتوونکي ته د پېرول د پړاوونو بشپړولو لپاره هغه هېواد يا سيمې ته د سفر اطلاعيه صادرو چې د متحده ایالاتو سفارت يا کونسلګرۍ په کې فعاله وي ترڅو د دوی د پېرول غوښتنلیک ته د رسيدنې بهير بشپړ شي.
کله چې تاسې داسې هیواد ته ستون شئ چې هلته د متحده ایالاتو سفارت یا کنسلګري شتون ولري او تاسې د خپل پېرول پروسه بشپړولو لپاره چمتو شئ باید ستاسې استازې یا غوښتنلیک وړاندې کوونکی مونږ ته خبر راکړي. موږ به بیا ستاسو د پېرول غوښتنه وڅیړو، او که کومه نوې منفي (درغلي) معلومات ونه مومو او تاسو د پېرول لپاره لاهم وړ واوسئ، نو ستاسو استازي ته به د مشروطې تصویب خبرتیا ورکړو او ستاسو په سیمه کې د امریکا سفارت یا قونسلګرۍ ته به د مشروط تصویب په اړه خبر ورکړو. په مشروط تأييدي اعلاميه کې د پروسې د راتلونکو ګامونو او د غير کډوالۍ ويزې د غوښتنليک DS-160 فورمې بشپړولو په شمول معلومات درج دي. په معمولي توګه تر هغه چې ستاسو د پېرول غوښتنليک پړاوونه بشپړوو، د څو میاشتو لپاره په درېيم هېواد کې پاتې کيدو ته چمتووالی ونيسئ.
که زما د پېرول غوښتنليک تأييد کړئ آيا له افغانستان څخه د وتلو په برخه کې راسره مرسته کوئ؟
نه، موږ نه شو کولای چې له افغانستان څخه ستاسو په وتلو کې مرسته وکړو. پېرول تاسوته دا امکان برابروي چې په لنډمهاله توګه متحده ایالاتو ته راشئ او په قانوني بڼه په متحده ایالاتو کې حضور ولرئ. د بل هېواد پرېښودو په برخه کې درسره مرسته نه شو کولای.
ما په افغانستان کې د پېرول لپاره غوښتنه کړې وه. کله چې له افغانستان څخه وتلو ته چمتو شم، د USCIS ادارې ته څنګه خبر ورکړم؟
له افغانستان څخه د وتلو او یو دریم هېواد ته د رسېدو وروسته، چېرته چې د امریکا سفارت یا قونسلګري شتون ولري، تاسو باید HumanitarianParole@uscis.dhs.gov ته د "Beneficiary Relocated Outside of Afghanistan" (ذینفع له افغانستان څخه وتل) په موضوع لیک ایمیل واستوئ او خپله اوسنۍ پته او د تماس معلومات (په شمول د تلیفون شمېره او ایمیل که شتون ولري) شریک کړئ.
د پېرول له غوښتنليک وړاندې کولو وروسته که وکولای شم درېيم هېواد ته سفر وکړم، آيا بيا هم دا باید ثابته کړم چې له خطر سره مخ يم؟
که چېرې له هغه هېواد پرته چې د پېرول غوښتنلیک مو په کې وړاندې کړی، بل هېواد ته سفر وکړئ، موږ به ستاسو د نويو شرایطو په اړه معلومات وغواړو. په همدې حال، که چېرې له مخکې څخه ستاسو د پېرول غوښټنليک پروسس شوي وي او د مشروطې تأييدۍ اطلاعيه يا پېرول ته د رسيدنې دوام په اړه معلومات درته صادر شوي وي، په معمولي ډول ستاسو د غوښتنلیک د پړاوونو بشپړولو ته دوام ورکوو، مګر دا چې نوي شرایط بدل شوي وي او تاسو په شرایطو برابر ونهګڼل شئ. د بېلګې په ډول، که چېرې ستاسو د پېرول د غوښنليک اصل بيړنۍ روغتيايي ستونزې وي او تاسو هغه هېواد ته سفر کړی وي چې روغتيايي ستونزې مو حل شوي وي او روغتيايي خدماتو ته لاسرسۍ لرئ، ښايي ستاسو د پېرول غوښنتليک رد کړو. که چېرې پوه شو چې په افغانستان کې د نوي پيښدونکي شديد خطر پر بنسټ د پېرول په شرایطو برابر یاستئ او کولای شئ داسې درېيم هېواد ته سفر وکړئ چې په هغه کې په دايمي توګه ميشت نهياستئ او ملاتړ ته هم هيڅ ډول لاسرسۍ نلرئ، نو په حتمي توګه به ستاسو د غوښتنليک د پړاوونو بشپړولو ته دوام ورکړو. که چېرې ټول الزامات ترلاسه شي، لکه د امنيتي موضوعاتو هر ډول سوابقو تصفيه، نو غوښتوليک به مو په مطلوب ډول په پام کې ونيسو.
د USCIS ادارې لهخوا د پېرول غوښتنليک له مشروطې تأييدۍ وروسته څنګه کولای شم د سفر اسناد ترلاسه کړم؟
که چېرې ستاسوغوښتنليک په مشروط ډول تأييد کړو، د DS-160 فورمې بشپړولو لپاره به درته د مشروطې تأييدۍ اطلاعيه واستوو نو بايد د انټرويو لپاره د بهرنيو چارو وزارت کونسلۍ برخې ته ورشئ څو مو د لازياتو امنيتي پلټونو لپاره هويت تأييد او بايمټريک شئ. که چېرې مو عمر ۱۴ کاله او يا له هغه څخه زيات وي، بايد بايمتريک شئ. سربېره پر دې، تاسو باید د قونسلګرۍ د مرکې څخه مخکې، قونسلګرۍ افسر ته د ډاکټر له خوا داسې اسناد وړاندې کړئ چې څرګندوي د مشروطې تصویب خبرتیا کې ټول طبي شرایط مو بشپړ کړي دي. که چېرې ستاسو د هويت په اړه منفی (درغلۍ) يا نوي هويتي اطلاعات تشخيص نهشي او روغتيايي الزمات مو بشپړ کړي وي، د متحده ایالاتو سفارت يا کونسلګرۍ د سفر جواز په نوم سند درته صادروي چې د دغې جواز له صادريدو نېټې څخه تر ۳۰ ورځو پورې د يو سوداګريز الوتکې له لارې متحده ایالاتو ته سفر لپاره د پرواز اجازه درکوي.
د مشروطه تأييدۍ او متحده ایالاتو ته د سفر لپاره د سفر جواز ترلاسه کولو تر منځ څومره موده ده؟
غوښتونکو ته د مشروطه تأييدې له صادريدو سره هممهاله موږ د متحده ایالاتو سفارت يا کونسلګرۍ ته د جواز يو يادښت صادرو چې غوښتوونکي د I-131 فورمې په ۸مه برخه کې ليسټ کړي دي. د پېرول لرونکو افغاناتو دغه يادښت د متحده ایالاتو سفارت يا کونسلګرئ ته اجازه ورکوي، ترڅو د جواز يادښت له صادريدو وروسته د ۱۲۰ ورځو په ترڅ دغه د پېرول غوښتنليک پروسس کړي. که چېرې د متحده ایالاتو سفارت يا کونسلګرۍ ونه توانېږي چې جواز له صادريدو وروسته د ۱۲۰ ورځو په ترڅ کې د سفر جواز صادر کړي، بايد د جواز د نوي يادښت د صادريدو لپاره د USCIS ادارې سره اړېکه ونيسي.
د پېرول لپاره مجازي مرکو پاليسۍ څه ده؟
د پېرول پروسه د امریکا په سفارت یا قونسلګرۍ کې فزیکی حضور ته اړتیا لري، چې پکې د هویت حضوري تایید، د ګوتو نښې اخیستل، او مرکه شامله ده.
په افغانستان کې د پېرول د ذينفع کسانو لپاره د انځور څه شرایط شتون لري، آيا کولای شم خپل سر پټ کړم؟
غوښتنلیک وړاندې کوونکی بايد له I-131 فورمې سره ضمیمه ستاسو انځور راواستوي. که چېرې د پېرول لپاره ستاسو مشروط غوښتنليک تأييد کړو، غوښتنليک وړاندې کوونکي د DS-160 فورمې بشپړولو په اړه د مشروطې تأييدئ اطلاعيه استوو چې بايد مرکې لپاره د هويت د تأييد او بايمټريک مشخصاتو ترلاسه کولو لپاره د بهرنيو چارو وزارت کونسلګرۍ ته ورشئ او د امنيتي پلټنو لپاره يو انځور له ځانه سره ولري. ټول ۱۴ کلن او له هغه د پورته عمر ذينفعان بايد له کونسلګرۍ سره د مرکې لپاره يو انځور وړاندې کړي.
د USCIS اداره د سر پټولو په شمول د بهرنيو چارو وزات د انځور الزاميت څخه متابعت کوي.
د رامنځته کيدونکې تشې د مخيني په موخه د پېرول (نوي پېرول) نوي کولو لپاره څومره ژر بايد غوښتنليک وړاندې کړم؟
پېرول هغه مهال پايته رسېږي چې:
- ستاسو د پېرول وخت پايته رسيدلی وي؛
- ستاسو پېرول لغو شوی وي؛
- متحده ايالات مو پرېښې وي؛ يا
- مو د کډوالۍ وضعيت ترلاسه کوي؛ هر کوم يو چې لومړی ترسره شي.
پېرول لنډمهاله دی او نه تمديدېږي. خو په ځينو مواردو کې ښايي پېرول لرونکی د پېرول مودې له پایته رسيدو وروسته په متحده ایالاتو کې پاتې شي. په دغسې مواردو کې تاسط کولای شئ په متحده ایالاتو کې دننه د بيا پېرول غوښتنه وکړئ.
که چېرې مو لومړی د متحده ایالاتو په سرحدي بندرونو کې د متحده ایالاتو د سرحدونو او ګمرکونو د ساتنې ادارې (CBP) لهخوا متحدانو ته د ښه راغلاست عملياتو تر چتر لاندې د پېرول جواز ترلاسه کړی وي، د کورني امنيت وزارت (DHS) د بیا پېرول بهير لپاره ځينې غواروي تر پلټنې لاندې نيسي او موږ به پدې اړه د لاسرسي په صورت کې په خپل ويب سايټ کې لازيات لارښودونه خپاره کړو.
که چېرې ستاسو د پېرول لومړنۍ موده د I-131 فورمې پر بنسټ د USCIS ادارې لهخوا د تأييد وړ ګرځیدلې وي، له موږ څخه د بيا پېرول غوښتنه وکړئ. د افغان وګړو لپاره د USCIS ادارې ته د بشري پېرول لپاره د غوښتنلیک په هکله معلومات پاڼې ته په مراجعې سره متحده ایالاتو ته راستنیدو وروسته د بيا پېرول فرعي برخه مطالعه کړئ. له موږ څخه د بيا پېرول غوښتنې لپاره باید د پېرول له انقضاء مخکې د ۹۰ ورځو په ترڅ کې نوي د I-131 فورمه راواستوئ. متحده ایالاتو څخه بهر کسانو لپاره د بشردوستانه يا د پام وړ عامه ګټو پر بنسټ پېرول ویبپاڼه کې د بياځلي پېرول د غوښتنليک ثبت په اړه لازيات معلومات ترلاسه کولای شئ.
که چېرې بياځلي پېرول غوښتنليک استوئ، بايد لاندې موارد پهکې شامل وي:
- د غوښتنلیک لازمه فيس (د دې معلومولو لپاره چې آیا اوس مهال د فیس معافیت شتون لري، زموږ د فیس جدول پاڼې ته لاړ شئ) یا (دI-912 فورمه، د فیس معافیت غوښتنلیک يا د فيس معافيت لپاره ليکلی غوښتنليک)؛
- د I-134 نوی فورمه، د مالي ملاتړ اعلاميه؛ او
- هغه نوي شوی ملاتړي شواهد چې په پېرول سره په متحده ایالاتو کې ستاسو پاتې کيدو اړتيا ښيي.
- تاسو کولی شئ د I-131 فورمې د ثبتولو فیس په اړه زموږ د فیس جدول پاڼې کې معلومات ومومئ. ځینې افغان اتباع ممکن د فیس معافیت او چټک پروسس لپاره وړ واوسي.
که چېرې د USCIS اداره زما د پېرول غوښتننليک رد کړي، آيا دا په راتلونکې کې زما د پېرول د غوښتنليک باندې منفي اغېزه کوي؟
که چېرې د پېرول لپاره ستاسو غوښتنليک مسترد شو، دا به په يوازې توګه په راتلونکې کې ستاسو د پېرول پر غوښتنليک اغېزه ونه لري. که څه هم، تاسې خپل نوې غوښتنه د کومو نوی یا اضافي معلوماتو پرته وړاندې کړئ چې ستاسو د پېرول وړتیا باندې اغیز وکړي، نو ډېر احتمال شته چې ستاسو نوې غوښتنه به د هماغه دلیل لپاره رد شي چې ستاسو لومړنۍ غوښتنه پرې رد شوې وه. موږ هر د پېرول غوښتنه او وړاندې شوي شواهد په انفرادي ډول ارزوو او ټول شرایط په پام کې نیسو. که څه هم، تاسو باید ثابته کړئ چې ستاسو د پېرول غوښتنې دلیل یا خو عاجل بشردوستانه دی یا د پام وړ عامه ګټه لري او دا چې تاسو د واک په کارولو د مثبتې پرېکړې مستحق یاست.
د لازياتو معلوماتو لپاره په ويب سايټ کې له متحده ایالاتو څخه بهر وګړيو لپاره بشر دوستانه يا د پام وړ عامه ګټو پر بنسټ پېرول برخه وګورئ.
د افغانانو لپاره معلومات
- د افغان اتباعو لپاره معلومات
- د افغان وګړو لپاره د USCIS ادارې ته د بشري پېرول لپاره د غوښتنلیک په هکله معلومات
- له متحده ایالاتو څخه بهر وګړيو لپاره بشر دوستانه يا د پام وړ عامه ګټو پر بنسټ پېرول
- ځانګړو ډولو بشردوستانه یا د عامه ګټو لپاره د پېرول غوښتنو لپاره د شواهدو په اړه لارښود
ګډوال
پناهغوښتنه
د افغان اتباعو لپاره د ځانګړې کډوالۍ ويزې (SIV)
د دائمي اقامت کارت (ګرین کارت)
- د ګرين کارت په شرایطو برابروالي کټګورۍ
- د هغو افغانانو لپاره ګرين کارټ چې د متحده ایالاتو لهخوا يا لپاره په دنده ګمارل شوي دي
د پتې يا ځای د بدلون په صورت کې، د خپلې نوې پتې په اړه د USCIS ادارې ته خبر ورکړئ.