د افغان کاري ځواک یا کارګرانو ملاتړ لپاره لڼډ لارښود.
د متحده ایالاتو د کورنی امنیت وزارت (DHS) د ۲۰۲۳ زیږدیز کال د جون میاشتې په ۸ نېټه دوه پروسې اعلان کړې چې له مخې یې ځانګړي افغان وګړي کولي شي خپل پېرول (مشروطه لنډمهاله استوګنه) او د کار جواز د ۲ دوه کلونو لپاره وساتي:
۱ پروسه:
ځانګړي افغان اتباع کولي شي چی د ۲ دوه کلونو لپاره د نوی پېرول (مشروطه لنډمهاله استوګنې)، یا د پېرول د غزېدو او د کار جواز لپاره د یوې نوې ساده او وړیا غوښتنلیک له لارې غوښتنه وکړي. دوی کولۍ شي چې له دې وېپانې څخه uscis.gov/i-131 د I-131 یا د سفر لپاره د سند غوښتنلیک فورمه تر لاسه کړي او له ډکولو وروسته خپل غوښتنلیکونه په آنلاین توګه، یا ورقي فورمې له لارې د متحده ایالاتو د تابعیت او کډوالی ادارې (USCIS) ته واستوي.
۲ پروسه:
هغه افغانان چې پیرول لري او لاندنې غوښتنلیکونه یې د متحده ایالاتو د تابعیت او کډوالی ادارې (USCIS) ته استولي دي او د (USCIS) فیصلې ته انتطار دي. د دوي د پیرول او د کارجواز د مودې غزول یا تمدیدول به د هرې قضیي په پام کې نیولو سره، پرته لدې چې د I-131 فورمه ډکه کړي د ۲ دوه کلونو لپاره وغزول شي.
- د I-485 فورمه یا دایمي استوګنې راجستر یا حقوقي حالت د سمون غوښتنلیک (uscis.gov/i-485)
- د I-589 فورمه یا د پناهغوښتنې او له متحده ایالاتو څخه د ویستلو د مخنیوي غوښتنلیک (uscis.gov/i-589)
يادښت: کارګومارونکي اړ دي چې کارکونکو ته اجازه ورکړي تر څو د I-9 فورمې مطابق د منلو وړ اسناد او د لاندني چوکات د لارښوونو له مخې د سندونو د تصدیق په لومړني او دوهم پړاو کښې د خپل خوښې سند وړاندې کړي. یو کارکونکۍ کولۍ شي د منل شوي سندونو له جملې څخه د خپلې خوښې سند وړاندې کړي.
کارګومارونکو لپاره اړین معلومات
کچېرې د یوه افغان پېرول لرونکي د پېرول موده نه وي ختمه شوې او متحده ایالاتو ته د PAR او یا OAR په کټګوريو کښې منل شوی وي، دوی د خپل پېرول په اساس د کار کولو مستحق دي او کولی شي کار وکړي. د هغو کسانو چې په I-94 یا د متحده ایالاتو ته د راتګ او تګ د سوابقو په فورمه کې د PAR کتګوري ذکر شوې وي، د هغوی د تابعیت هېواد باید افغانستان لیکل شوی وي. کله چې د یوه مستحق افغان وګړی پېرول، د پېرول د نوي او ساده غوښتنلیک د پروسې له لارې اومنل شي یا د هغوی د لومړني پېرول موده وغزول شي، دوی کولۍ شي چې د خپل پېرول له منل کیدو سره سمدستي ژر ترژره کار پیل کړي یا خپل کار ته دوام ورکړي.
د لاندې چارت څخه په ګټه اخیستلو د I-9 یا د کار اجازې د تصدیق فورمې لپاره د منل شوي سندونو په اړه چې کیدای شي د افغان کارکونکو لخوا د هغوی د هویت او کاراجازې د تصدیق په مقصد وړاندې شي ځان پوه کړی.
زما د کارګر لومړنۍ پېرول غزول شوی (۲ پروسه) | زما د کارکونکي بیا پېرول، د ساده او وړیا پروسې له لارې منل شوې (۱ پروسه) |
---|---|
هغه افغان پېرول لرونکي چې د کار جواز سند (EAD) کې د C11 کتګوري ذکر وي او لومړنۍ پېرول او د کار جواز یې غزول شوی یا تمدید شوي وي، د I-9 فورمې ډوکولو لپاره کولی شي چې د کارجواز(C11 EAD) ختم شوی سند او د I-797C فورمه یا رسمي کړنې خبرتیا سره یوځای د A لیست منل شوي اسنادو په حیث د خپل هویت او د کار اجازی د تصدیق د سند په توګه وړاندې کړي. د I-797C فورمه یا رسمي کړنې خبرتیا د هغوی د ختم شوي کارجواز(C11 EAD) سند اعتبار غزوي کچېرې هغوی سره موجود وي. USCIS په اوتوماتیکه توګه هغوی ته بل EAD یا د کارجواز سند نه لېږي، ځکه چې دکار کولو اجازی ثبوت لپاره نوي EAD یا د کارجواز سند درلودلو ته اړتیا نشته کچېری ستاسو کارکونکي غواړي نوې EAD یا د کارجواز سند چې د هغوی د غزول شوي پېرول نیټې سره سمون ولري ترلاسه کړي، او یا هغوی غواړي چې د یوه بیل وضعیت لکه د پناهغوښتنې غوښتنلیک یا حقوقي حالت د سمون غوښتنلیک له مخې نوې EAD یا د کارجواز سند ولري، دوی کولۍ شي EAD یا د کارجواز سند ته چې د ختمېدو نوې نېته ولري د I-765 فورمه یا د کارجواز غوښتنلیک په سپارلو دلتهuscis.gov/i-765 ترلاسه کړي. هغه افغانان چې د پېرول نېته یې تمدید شوې ده کولی شي د I-94 نوې فورمه له دې ویبپانې https://i94.cbp.dhs.gov څخه ترلاسه کړي. د I-94 معتبره فورمه چې د PAR کتګوري پکښې ذکر شوې او د تابعیت هېواد افغانستان لیکل ښودل شوی او یا د OAR کتګوري پکښې لیکل شوی وي د I-9 د فورمې لپاره د هویت د او کارجواز سند د ثبوت په توګه د ګومارنې له نېټې څخه د ۹۰ ورځو لپاره د منلو وړ اسناد دي (او د بیا تصدیق په صورت کې د کارجواز سند د تاریخ تر ختمېدو مخکې د منلو وړ ده). کچېرې ستاسو کارکونکي خپل EAD یا د کارجواز سند نه وي ترلاسه کړی یا ورڅخه ورک شوی وي، کولی شي بل سند لدې uscis.gov/i-765 وېبپانې څخه ترلاسه کړي. |
د I-94 فورمه چې تاریخ یې نه وي ختم شوی د هویت او کار اجازې د تصدیق او I-9 فورمې لپاره، د ګومارنې له نېټې څخه د ۹۰ ورځو لپاره د منلو وړ ده ( او د بیا تصدیق په صورت کې د کار جواز سند د تاریخ تر ختمېدو مخکې د منلو وړ ده). د ۹۰ ورځو له مودي څخه وروسته یا کله چې د I-94 فورمې نېته ختمېږي، هر یو چې لومړۍ رسیږي، دغه پېرول لرونکي باید د کار جواز سند (EAD) چې تاریخ یې ختم شوی نه وي یا غیر محدود سوشیل سیکیوریتي کارت او د Bلیست د هویت د سندونو له جملې څخه یو سند لکه د دریورۍ لیسنس یا پېژندپانه سره یو ځای باید وړاندې کړي. افغان پېرول لرونکۍ چې متحده ایالاتو ته د PAR او یا OAR په کټګوريو کښې منل شوی دي، اړتیا نلری چې په متحده ایالاتو د کار لپاره د کار جواز سند ته انتظار اوباسي. په هغه I-94 فورمو کښې چې د PAR کتګوري ذکر شوې دی، په هغه فورمو کښې د تابعیت هېواد باید افغانستان لیکل شوی وي. په یاد ولرۍ چې د C سي لیست غیر محدود سوشیل سیکیوریتی کارت کیدای شي هغو کسانو ته چې د دایمي استوګنې په اساس متحده ایالاتو ته نه وي منل شوي ورنکړل شي. |
يادونه.
کچېرې ستاسو کارکونکي په وروستیو کې نوي ځای ته کډه کړې وي سره له دې چې د لنډمهال لپاره تللی وي، دوی اړتیا لري چې د خپلې پتې یا آدرس بدلیدلو په هکله USCIS ته خبر ورکړي. دوی د خپل آنلاین USCIS حساب my.USCIS.gov له لارې، یا پدې ویبپانه uscis.gov/ar-11 کښې د پتې یا آدرس تبدیلولو کارت یا AR-11 فورمې په ډوکولو سره خپل آدرس بدل او USCIS ته خبر ورکولی شي. هر ځل چې پېرول لرونکي خپل آدرس بدلوي، دوی باید د پېرول له شرط سره سم USCIS ته خبر ورکړي. هیله ده په یاد وساتي چې په پوسته خانه یا بله حوکومتي اداره کښې د آدرس بدلول له USCIS سره ستاسو آدرس نه بدلوي.
کومکي سرچینې
- ځانګړو افغانانو لپاره د کډوالۍ شته لارو په اړه د لا زیاتو معلوماتو لپاره افغانانو لپاره د USCIS لدې uscis.gov/allieswelcome وېبپاڼې څخه لیدنه وکړی. همدارنګه ځانګړو افغانانو ته د بیا پېرول پروسې او پدې اړه د عمومي پوښتنې او ځوابونو لپاره لدې uscis.gov/re-parole-process for-certain-afghans وېبپاڼې څخه لیدنه وکړی.
- د هغو افغانانو په اړه چې د پېرول په اساس د کار مستحق ګنل شوي د لازیاتو معلوماتو لپاره لاندې وېبپاڼې څخه لیدنه وکړی uscis.gov/afghan-parolees-employment-authorized.
- د I-9 فورمې لپاره د منلو وړ سندونه پدې uscis.gov/i-9-central/form-i-9-acceptable-documents وېبپاڼه کښې وګورئ.کاروګومارونکي نشي کولاي چې د یو کس د تابعیت، کډوالۍ وضعیت یا اصلي هیواد په اساس د منل شوي سندونو څخه پرته چې د هویت او کاراجازه تثبیتوي د
- نورو یا بیل ډول سندونو غوښتنه وکړي یا هغه سندونه ونه مني چې په معقوله توګه کارکونکي اړوند او د اعتبار وړ ښکاري او یا له کارکونکي څخه د مشخصو سندونو د وړاندې کولو غوښتنه وکړي. پدې اړه د عدلیې وزارت د کارکونکو او کارګومارونکو په اړه پدې وېبپانه کې justice.gov/crt/immigrant-and-employee-rights-section اړین معلومات وړاندې کوي.
- د متحده ایالاتو د عدلیې وزارت د کډوالو او کارګرانو د حقوقو څانګه (IER) کارګومارونکو لپاره د ګومارنې، له کار څخه شړولو او کارګرانو د جذب په وخت دقانون په اساس له کارکونکو څخه دکوم شي غوښتنه کولای یا نشي کولای، په اړه مرسته کوونکې سرچینې برابرې کړي، هیله ده justice.gov/crt/immigrant-and-employee-rights-section لدې وېبپانې څخه لیدنه وکړی
- د متحده ایالاتو د منصفانه ګومارنې د فرصتونو کمیسیون، د یوشان ګومارنې حوکومتي قوانین تطبیقوي چې له کار غوښتونکو، کارکونکو او پخواني کارکونکو سره د توپیرې چلند یا تبعیض څخه مخنیوی کوي. په کاري چابېریال کې د تبعیض او توپیري چلند په اړه د لا زیاتو معلوماتو لپاره لدې eeoc.gov/overview وېبپاڼې څخه لیدنه وکړی.