په فینیکس کې سرچینې
مونږ په متحده ایالاتو کښې د نوي استوګنې په برخه کښې له تاسو سره مرسته کوو
مونږ له ټولو هغو مرستندویه موسسو څخه د زړه له کومې مننه کوو چې د مې میاشتې له ۱۷- ۲۰ پورې په فینکس ښار کې د ملاتړاو مرستو مرکز په ترڅ کې یې افغانانو لپاره د اړتیا وړ مرستې په برابرولو کې یې لاسونه سره یوځای او هڅې شریکې کړې . دغه موسسو په ګډه یادو کورنيو لپاره په پاملرنې او مهربانۍ سره لازمې آسانتياوې برابرې او د اړتيا وړ خدمات وړاندې کړل. کچېرې تاسو په دې برنامه کې ګډون نوی کړۍ یا د شته مرستو اړوند نورې پوښتنې لرئ ، مهرباني وکړئ لاندې د ملاتړ کونکو موسسو او بنسټونو جدول څخه کتنه وکړۍ او له دوی سره اړیکه ونیسئ. اړوند بنسټونه او موسسې چمتو دي چې په پوره لېوالتیا له تاسو سره مرسته وکړي.
د ماشومانو او تنکیو ځوانانو مرستې
ښوونیزې مرستې
روغتیایی مرستې
- د ریفاف ټولنیزه روغتیایي مؤسسه
- آی سی اِن ای ریلیف یو اِس ای پروگرام ICNA
- ریوایو کمیونیټي هېلت
- کډوالولپاره د ولیوایز روغتیایي مرکز
د استوګنې/کور مرستې
نورې مرستې
- د اقتصادي خوندیتوب ادارې دعامه ګټو او روغتیايې مرستو څانګه
- فینکس ښار کاتولیک چریتیس (چهارشنبه، جمعه، شنبه ټوله ورځ- پنجشنبه ۱-۸ بجو)
- د ګلندېل ښار (آی آر سي) (ټولې ورځې)
- لوترن سوشیل سرویسز آف د ساوتویست