په متحده ایالاتو کې د پارولیانو / موقت اجازه لرونکو لپاره د کار سرچینې
که چیرې پېرولیان په متحده ایالاتو کې د کار کولو اجازه ترلاسه کړي، ممکن د کار موندنې فرصتونو په لټه کې شي. په عمومی توګه، وروسته له دې چې یو کس د I-765 فورمه، د کار جواز لپاره غوښتنلیک ډکه کړي، او د کار جواز سند (EAD) ترلاسه کړي، دوی د کار کولو اجازه لري. اوکراییني او افغان پېرولیان چې د قبولۍ ځانګړي کټګورۍ کې شامیلیږي د دوی د پېرول ویزې پر اساس د کار کولو اجازه لري او باید د I-9 فورمه، د مشخصو افغان او اوکراییني پېرولیانو لپاره د استخدام وړتیا تصدیق، په اړه د لارښوونو مطالعه وکړي ترڅو د هغو اسنادو په اړه چې دوی یې د کار اجازه لیک ثبوت په توګه کاروي، معلومات ترلاسه کړي. هغو افغان اتباعو ته هم د تأیید او تصویب وروسته EAD صادرېږي چې د I-131 فورمه، د سفر سند لپاره غوښتنلیک، د پېرول اسناد، او د تګ او راتګ ریکارډونو او د کار د اجازې سند ترلاسه کولو درخواست یی سپارلي وي.
فدرال حکومت هغه سرچینې لري چې تاسې سره د دندې په لټه کې، در ځان لپاره خلص سوانح (CV) جوړولو کې، او د کار مرکې لپاره چمتووالي کې له تاسې سره مرسته وکړي.
د کار موندلو لپاره اړینې لارښوونې
د متحده ایالاتو د کار وزارت (DOL) د هغو خلکو لپاره ملاتړیز پروګرامونه وړاندې کوي چې د کار په لټه کې دي. په دې نوښت کې لاندې پروګرامونه شامل دي:
- CareerOneStop: کار لټوونکو ته هغه وسیلې برابره وي چې دوی سره د دندو لټولو او د روزنې فرصتونو پیدا کولو کې مرسته کوي؛
- American Job Centers: د کار لټوونکو او ګمارونکو د اړتیاوو پوره کولو لپاره د روزنې، کارې مشورې، د دندو لیستونه، او د کار اړوند نور خدمتونه وړاندې کوي. تاسې کولای شئ دې مرکزونو ته په حضوري ډول ورشئ او یا په آنلاین بڼه معلومات ترسره کړئ.
- O*NET OnLine: د کار لټونکو لپاره د ۹۰۰ سوو څخه زیاتو کارونو موندلو او لټولو لپاره د کارولو اسانه وسیله چمتو کوي؛ او
- ستاسې د کارمخینې خلص سوانح (CV) جوړولو لپاره ګټورې لارښوونې وړاندې کوي ترڅو ستاسې مهارتونه په سمه توګه منعکس شي.
په خپل ایالت کې د دندې لټون
دولتي دندو بانکونه هغه سرچینه ده چیرې چې ګمارونکي کولی شي هلته کاري فرصتونه پوسټ کړي. په خپل ایالت کې د دندو لټولو لپاره، د هغې ایالت پر نوم باندې کلیک وکړئ چې تاسې پکې ژوند کوئ او تاسې ته نږدې موجود د کاري فرصتونو لیست وښودل شي.
Job Finder یوه بله وسیله ده چې تاسې ته اجازه درکوي د متحده ایالاتو له ګوټ ګوټ څخه د زرګونو دندو لیستونه وګورئ چې هره ورځ آپډیټ یا نوي کیږي. خپل د خوښې دندې لپاره کلیدي کلمه دننه کړئ او هغه سیمه انتخاب کړئ چیرې چې تاسې اوسیږئ او خپل لټون پیل کړئ.
د مختلفو دندو په اړه معلومات ترلاسه کړئ
د وظایفو لارښود لاسي کتاب د مختلفو وظایفو یا دندو په اړه توضیحات وړاندې کوي. دغه معلوماتې کتاب د متحده ایالاتو د کار احصایې ادارې لخوا رامینځته شوی. تاسې کولی شئ د دې آنلاین وسیلې په کارولو سره نه یوازې د مختلف ډوله دندو په اړه معلومات ترلاسه کړئ، بلکې د اوسط معاش په اړه تحقیق وکړئ، د لازمو مهارتونو په اړه او د دندې لپاره د درخواست ورکولو څرنګوالي په اړه معلومات ترلاسه کړئ.
د دندو اړوند درغلیو څخه باخبره اوسئ
د فدرالي سوداګرۍ کمیسیون (FTC) د دندې درغلیو او دا چې څرنګه د درغلیو څخه مخنیوی وشي په اړه مثالونه وړاندې کوي. که تاسې چیرې د دندې درغلۍ مشاهده کوئ او یا یی له امله مو پیسې له لاسه ورکړی وي، FTC ته یې د ReportFraud.ftc.gov ویبسایټ له لارې راپور ورکړئ.
د کارکوونکو حقوق
فدرالي قانون، ګمارونکي منع کوي چې ستاسې د نژاد، رنګ، مذهب، جنسیت (د امیندواره میرمنو په وړاندې د تبعیض په شمول)، ملي اصل، عمر، معلولیت، یا جینیتیکی معلوماتو له امله ستاسې سره تبعیض وکړي. د دې په اړه چې فدرالي قوانین څرنګه د کار تبعیض منع کوي معلومات ترلاسه کړئ. دا سایټونه مهم معلومات وړاندې کوي ترڅو ډاډ ترلاسه کړي چې ستاسې حقونه خوندي دي:
- د متحده ایالاتو د مساوي کاري فرصتونو کمیسیون د مساوي کاري فرصتونو قانون او مقررات پلي کوي؛
- د فدرالي استخدام قانون سره سم، DOL د کارګرانو، ګمارونکو، کار غوښتونکو، او متقاعدینو لپاره واضح او د لاسرسي وړ معلومات چمتو کوي چې څرنګه د فدرالي کارموندنې قوانین تعقیب کړي؛
- د متحده ایالاتو د عدلیې وزارت د کډوالۍ اړوند غیر عادلانه کار ګمارنې په اړه معلومات وړاندې کوي؛ او
- د متحده ایالاتو د وظیفوی خوندیتوب او روغتیا اداره (OSHA) هڅه کوي ترڅو د ټولو افرادو لپاره خوندي او صحي کاري شرایط تضمین کړي. د OSHA اداره معیارونه ټاکي او پلي کوي او روزنه، پوهه، تعلیم، او مرستې چمتو کوي.
د ګمارونکو لپاره د USCIS ادارې سرچینې
- ځیني اوکراییني او افغان پېرولیان د دوی د پېرول مودې پر اساس د کار کولو اجازه لري.
- د USCIS اداره د ګمارونکو لپاره هم سرچینې لري چې څرنګه د کار ځای پر بنسټ د تابعیت زده کړې او د پوهاوي هڅو ملاتړ وکړي.