افغان وګړو لپاره د (USCIS) ته د پېرول لپاره د غوښتنلیک په هکله معلومات
شالید:
که چېرې تاسې له متحده ایالاتو څخه بهر یاست، ښايي تاسې یا بل کس ستاسې په استازيتوب تاسې ته د عاجلې بشري یا د اړینې عامه ګټې د لاملونو پر بنسټ، د لنډمهالې مودې لپاره، متحده ایالاتو ته د داخلېدلو د موقتې اقامې د اجازې یا پېرول غوښتنه وکړي. مونږ د قضیې پر اساس د موقتې اقامې اجازه ورکوو او د پېرول موده ټاکو. په داسې حال کې چې د موقتې اقامې اجازه یا پېرول په متحده ایالاتو کې د لنډمهاله قانوني اوسېدنې اجازه ورکوي، دا د کډوالۍ حیثیت نه لري او نه هم قانوني او دایمي اوسېدنې (گرین کارت) یا د کډوالۍ کوم بل قانوني حیثیت ترلاسه کولو ته لار هواروي. که چېرې تاسې پېرول ترلاسه هم کړئ، نو په متحده ایالاتو کې قبلیدو لپاره غوښتونکي پاتې شئ او که چېرې مستحق واوسئ، ښايي په متحده ایالاتو کې د قانوني حیثیت لپاره غوښتنه ورکړی شئ.
افغان وګړي په افغانستان کې
اوس مهال په کابل کې د متحده ایالاتو سفارت بند دی او په افغانستان کې ټول قونسلي خدمتونه ځنډېدلي دي نو مونږ نشو کولای ستاسې د موقتې اقامې د اجازې یا پېرول د غوښتنې پروسه، په داسې حال کې چې په افغانستان کې یاست، بشپړه کړو. (ایالاتو ته د موقتې اقامې د اجازې یا پېرول غوښتنې شپږمه برخه په د هغو اشخاصو لپاره چې له متحده ایالاتو څخه بهر دي د بشري یا اړینې عامه ګټې موقتې اقامې د اجازې یا پېرول، ویب پاڼه کې و ګورئ).
که چېرې موږ پرېکړه وکړو، چې تاسې د موقتې اقامې د اجازې یا پېرول لپاره مستحق نه یاست، نو ستاسې متقاضي ته به د رد خبرتیا واستوو. که اوس مهال په افغانستان کې یاست او مونږ پریکړه وکړو چې تاسې په لومړۍ پړاو کې د موقتې اقامې د اجازې یا پېرول وړ یاست نو مونږ به ستاسې متقاضي ته د موقتې اقامې اجازې د پروسې د دوام خبرتیا درکړو. دغه خبرتیا به تشریح کړي چې تاسې باید زموږ له لورې ستاسې د موقتې اقامې د اجازې یا پېرول د غوښتنې تر بشپړې پروسې مخکې په شخصي لګښت له افغانستان څخه داسې يوه بهرني هېواد ته سفر و کړئ چې د متحده ایالاتو سفارت یا قونسلګري په کې موجوده وي.
مونږ اوس مهال له تاسې سره له افغانستان څخه د وتلو په برخه کې مرسته نه شو کولای. د موقتې اقامې اجازې د پروسې د دوام له خبرتیا څخه وروسته، کله چې تاسې داسې یو موقعیت ته ورسیدلئ چې هلته د متحده ایالاتو سفارت او یا قونسلګرې موجوده وی نو مونږ ته خبر راکړئ. مونږ به ستاسې په قضیه باندې غور وکړو او که د ټولو شرایطو په نظر کې نیولو سره، تاسې د موقتې اقامې د اجازي وړ پاته شئ نو مونږ به د مشروط تایید خبرتیا صادره کړو او ستاسې په نوي موقعیت کې به د متحده ایالاتو سفارت یا قونسلګرۍ ته د مشروط تایید خبر ورکړو ترڅو ستاسې د موقتې اقامې د اجازي پروسې ته دوام ورکړي. که چېرې تاسې د موقتې اقامې د اجازې یا پېرول د یوه پیاوړي ذینفع په توګه د اضافي طی مراحل لپاره کوم درېیم هېواد ته سفر وکړئ، موږ به د مشروطې اقامې لپاره ستاسې پر غوښتنه تر ممکن حده چټک کار وکړو. له دې سره سره، تاسې باید هلته د څو میاشتو تېرولو لپاره چمتووالی ولرئ.
که چېرې تاسې هغه مهال په افغانستان کې ژوند کوله کله چې مو د موقتې اقامې د اجازې یا پېرول لپاره مو غوښتنه کړي وه، او بیا له افغانستان څخه وتلی یاست، په مهرباني سره مونږ سره د خپل نوي موقعیت او اړیکو معلوماتو په اړه خبر راکړئ. ستاسې متقاضي باید د خپل USCIS آنلاین حساب له لارې ستاسې نوې پته درج کړي. که ستاسې متقاضي د آنلاین حساب له لارې ستاسې د اړیکو معلومات درج نه شي کړای نو که ممکنه وي، تاسې یا ستاسې متقاضي کولی شي HumanitarianParole@uscis.dhs.gov بریښنالیک ته ستاسې د نوې پتې او اړیکو معلوماتو (د تیلفون شمېره او بریښنالیک، که موجود وي او بدل شوي وي) په هکله یو بریښنالیک د "Beneficiary Relocated Outside of Afghanistan" تر عنوان لاندې ولیږي. د موقتې اقامې د اجازي یا پېرول د غوښتنلیکونو د ډیروالي له امله، په عمومي توګه، مونږ نشو کولی د دې لپاره چې په نورو هیوادونو کې د متقاضي د ویزې د مودې اعتبار لږ پاتې وي، د قضیو پروسې چټکې کړو. په عمومې ډول د موقتې اقامې د اجازي یا پېرول ټولې تقاضاوي عاجلې دي. د طي مراحلو د چټکتیا لپاره باید ستاسې متقاضي مهم دلایل لکه د ژوند له لاسه ورکولو خطر او یا نور ډیر بیړنۍ او جدي حالات، وړاندي کړئ.
له افغانستان څخه بهر افغانان
د متحده ایالاتو سفارت یا قونسلګري تر هغه مهاله ستاسې د موقتې اقامې اجازې د غوښتنې د طی مراحل په بشپړولو کې مرسته نه شي کولای، چې د قضیې لومړنۍ پروسه بشپړه شوي نه وي. که چېرې موږ وپوهېږو چې د موقتې اقامې اجازې لپاره مستحق یاست، مونږ به ستاسې متقاضي ته یو لیک ولیږو، چې موږ ستاسې قضیه د اضافي طی مراحلو لپاره د متحده ایالاتو سفارت ته راجع کړې ده. په دغه اضافي طی مراحلو کې به ستاسې د ګوتو د نښو اخیستل او اضافي تحقیقات شامله وي. که چېرې کومه استثنا نه وي، مخکې تر دې چې متحده ایالاتو ته مو سفر تصدیق شي، باید په خپل لګښت د پېنل د یوه ډاکټر له لورې له طبي معایناتو څخه تېر او واکسینونه وکړئ.
که څه هم موږ په چټکۍ سره د موقتې اقامې اجازې د ټولو بيړنيو غوښتنو د طی مراحل هڅه کوو، خو ښايي دغه کار څو میاشتې وخت ونیسي. موږ اوسمهال د هغو افغانانو د موقتې اقامې اجازې غوښتنلیکونو ته لومړیتوب ورکوو چې له افغانستان څخه بهر دي او د متحده ایالاتو په سفارت یا قونسلګرۍ کې یې پروسې بشپړې شوي هم دي، خو په افغانستان کې دننه افرادو لپاره هم د موقتې اقامې اجازې غوښتن لیکونه طی مراحل کوو.
مقتاضي: هغه شخص دی چې له متحده ایالاتو څخه بهر د یو فرد په استازیتوب، چې د موقتې اقامې اجازې غوښتونکی وي (یا بیا ځلې د موقتې اقامې اجازې یا پېرول څنګه چې لاندې تشرېح شوي دي) د I-131 فورمه، د سفر اسنادو لپاره غوښتنلیک ډکه کړي. "اصلي متقاضيان" هغه خلک دي، چې د ځان لپاره د I-131 فورمه ډکوي.
ذینفع: ذینفع هغه څوک ده چې له متحده ایالاتو څخه بهر د موقتې اقامې اجازه ترلاسه کوي او یا په متحده ایالاتو کې دننه یو شخص وي چې د بیا ځلې موقتې اقامې اجازې غوښتنه کوي.
مالي مرسته کوونکی: مالي مرسته کوونکی هغه شخص ته ویل کیږي چې د ذینفع لپاره مالي ملاتړ چمتو کوي او د دې لپاره د I-134 فورمه، د ملاتړ تحلیف پاڼه (PDF, 1.17 MB)ډکوي.
د موقتې اقامې اجازې درلودونکی: هغه شخص دی چې په متحده ایالاتو کې اوسېدو لپاره موقتې اقامې اجازه ورته ورکړل شوي وي.
موږ ممکن د قضیې په اساس د هغو خلکو لپاره چې د عاجل بشردوستانه یا د عامه ګټو د پام وړ دلایلو سره د لنډمهاله مودې لپاره متحده ایالاتو ته راتلل غواړي، د پیرول اجازه ورکړو.
هغه افغانان چې د متحده ایالاتو څخه دباندې د توکم، مذهب او ملیت له یوې ځانګړې ټولنیزې ډلې سره د تړاو یا سیاسي نظریې له امله په تېر وخت کې ګواښل شوي وي یا په راتلوونکي کې له ګواښ سره مخ وي، کولای شي د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ دفتر (UNHCR) سره اړیکه ونیسي.
دا د امريکا پالیسي ده چې د خوندیتوب اړتیاوو ته، د هغو افغانانو په شمول چې خوندیتوب ته اړتیا لري، د متحده ایالاتو د کډوالو د قبولیت پروګرام (USRAP) د میکانیزم له لارې، د خوندیتوب اړتیاوې طی مراحل کړي.
خو په ځینو محدودو شرایطو کې د خوندیتوب اړتیاوې دومره عاجلې وي، چې د یوه کوربه حکومت، یو بل هیواد ته کډه کول یا د متحده ایالاتو د کډوالو د قبولیت پروګرام (USRAP) له لارې د خوندیتوب ترلاسه کول یو واقع بینانه انتخاب نه وي. د خوندیتوب اړتیاوو پر بنسټ د موقتې اقامې اجازې یا پېرول غوښتنو لپاره، د موقتې اقامې اجازې یا پېرول غوښتنو لپاره د ځانګړې بشردوستانه یا مهمې عامه ګټې د ثبوتونو په اړه لارښوونه وېبپاڼې څخه لیدنه وکړئ او پر هغه برخه کلېک وکړئ چې انفرادی یا هدف شوي زیان څخه خوندیتوب لپاره متحده ایالاتو ته له راتګ سره تړاو لري. دا د ثبوتونو د تصدیق د ډولونو په ګډون، د هغو اړونده ثبوتونو بېلګې چمتو کوي، چې تاسې به خپل د موقتې اقامې اجازې یا پېرول د یوې غوښتنې د ملاتړ لپاره، ورته اړتیا ولرئ.
موږ، د موقتې اقامې اجازې یا پېرول غوښتوونکي هڅوو، چې د ځانګړې بشردوستانه یا مهمې عامه ګټې د موقتې اقامې اجازې غوښتنو لپاره د ثبوتونو په اړه لارښوونه وېبپاڼه ولولي. په پوره پاملرنې سره د هغه ثبوت بیاکتنه مهمه ده، چې ښايي د موقتې اقامې اجازې یا پېرول د ملاتړ یا غوښتنې لپاره ورته اړتیا ولرئ. که چېرې د غوښتنې په پیل کې ټول اړین اسناد او ثبوتونه وسپارئ، نو کولای شو چې ستاسې غوښتنلیک په ډېر چټک او اغېزناک ډول طی مراحل کړو.
کله چې مونږ د موقتې اقامې اجازې یا پېرول لپاره د عاجلې بشردوستانه او مهمې عامه ګټې لاملونه د خپل صلاحیت په چوکاټ کې ارزو، مونږ ټول مثبت او منفې فاکتورونه پرتله کوو. کله چې د موقتې اقامې اجازې مثبت او منفې فاکتورونه سر پرتله کیږي، نو د افغان وګړو لپاره، د موقتې اقامې اجازې یا پېرول د یوه ذینفع لاندې ځانګړتیاوې به پیاوړی مثبت فکتور وي:
- د متحده ایالاتو تابعیت درلودونکي شخص د کورنۍ نږدې غړي (مېړه\ښځه، تر ۲۱ کلنۍ کم عمره مجرد اولادونه، یا مور او پلار)؛
- د متحده ایالاتو د یوه قانوني دایمي استوګن د کورنۍ نږدې غړي (مېړه\ښځه، تر ۲۱ کلنۍ کم عمره مجرد اولادونه)؛
- په کابل کې د متحده ایالاتو په سفارت کې محلي کارکوونکي او د هغوي د کورنۍ نږدې غړي (مېړه\ښځه، تر ۲۱ کلنۍ کم عمره مجرد اولادونه)؛
- د کډوالۍ د ځانګړې وېزې (SIV) غوښتونکي، چې د ماموریت د مشر له لورې یې غوښتنلیکونه تایید شوي وي او د هغوي په قضیه کې شامل د کورنۍ نږدې غړي (مېړه\ښځه، تر ۲۱ کلنۍ کم عمره مجرد اولادونه)؛
- د هغو افغانانو د کورنۍ نږدې غړي چې پخوا د (OAW) له لارې په متحده ایالاتو کې مېشت شوي وي (مېړه\ښځه، تر ۲۱ کلنۍ کم عمره مجرد ماشومان، او که چېرې بې سرپرسته ماشومان وي، د هغوي مراقبت کوونکي، چې مور او پلار یا قانوني ساتونکی په کې شامل دي، خو ورپورې محدود نه وي، او د مراقبت کوونکي مېړه\ښځه او تر ۲۱ کلنۍ کم عمره متکي ماشومان)؛ او
- هغه کسان چې د سفارت د P1 یا د P2 ډلې راجع کولو له لارې د متحده ایالاتو د کډوالو د قبولیت پروګرام (USRAP) ته راجع شوي وي او افغانستان ته د راستنیدو په صورت کې له احتمالي خطر سره مخ وي یا له افغانستان څخه بهر په خپل اوسني هیواد کې له جدي او هدفي خطر سره مخامخ وي؛
- هغه افغان اتباع چې د کورنۍ غړي دي (په شمول، مګر محدود نه دي، مور او پلار، لوی ماشومان، وروڼه/خویندې) او د COM تأییدي یې ترلاسه کړی یا د SIV پروګرام له لارې متحده ایالاتو ته داخل شوي او د هغوې کورنۍ غړو د متحده ایالاتو حکومت خدماتو له امله د زیان لوړ خطر سره مخ دي؛ او
- هغه اشخاص چې د متحده ایالاتو ماموریت سره یې مرسته کړې او له مخه یې د زیان خطر ورته پیښ وي مګر ممکن د درغلۍ یا نورو منفي معلوماتو له امله د COM یا SIV تأیید لپاره وړ نه وي او یا نور دلیلونه (د مثال په توګه، چیرې چې غوښتونکی د کافي وخت لپاره ګمارل شوی نه و ترڅو د وړتیا لپاره COM یا SIV تأیید ترلاسه کړي).
برسیره پردې، موږ به د پام وړ عامه ګټې په نظر کې ونیسو او د قضیې په اساس د هغو اشخاصو لپاره چې په افغانستان کې د متحده ایالاتو د پراخو اهدافو د ملاتړ په پوستونو کې ګمارل شوي یا داوطلب شوي ول او د دې کار له امله د زیان خطر سره مخ دي د پیرول په اړه غور وکړو.
مونږ د موقتې اقامې اجازې یا پېرول قضیې او وړاندي شوي شواهد، د ټولو اړوندو شرایطو په پام کې نیولو سره، د قضیې پر بنسټ څیړو. متقاضي باید ثابته کړي چې مونږ باید د غوښتنونکي لپاره پېرول ورکړو. موږ به یوازې هغه وخت پارول ومنو کله چې د ټولو شواهدو پراساس چې غوښتونکی یې چمتو کوي او کوم نور اړونده شواهد چې موږ سره شتون لري، موږ دې پایلې ته ورسیږو چې:
په متحده ایالاتو کې د ګټه اخیستونکي شتون لپاره د پام وړ بشري یا د پام وړ عامه ګټو دلیلونه شتون لري؛ او
ګټه اخیستونکی د دوی په اړه مثبت پریکړې لپاره وړ دی.
د کورنې د روابطو او د په نښه شوي خطر او زیان په هکله د شواهدو د څرنګوالي لپاره مهرباني و کړئ د هغو اشخاصو لپاره چې د امریکا د متحده ایالاتو څخه بهر وی، د ځانګړې بشردوستانه یا مهمې عامه ګټې د موقتې اقامې اجازې یا پېرول غوښتنو ویب پاڼه او د ځانګړې بشردوستانه یا مهمې عامه ګټې د موقتې اقامې اجازې یا پېرول غوښتنو د ثبوتونو په اړه لارښوونه ویب پاڼه وکورئ. په دغو ویب پاڼو کې مونږ یو څه معلومات برابر کړي ترڅو د هغو فاکټورونو په هکله چې مونږ یې د موقتې اقامې اجازې یا پېرول د عامو قضیو په هکله، چې آیا تایید شي او که نه، د خلکو په پوهولو کې مرسته وشي. هیڅ یو فکتور په انفرادي ډول د قضیې پایله نه ټاکي. ټولې پریکړې د دې قضیې د ټولو شرایطو پراساس نیول کیږي.
له متحده ایالاتو څخه بهر هر څوک کولای شي چې د ځان لپاره د موقتې اقامې اجازې یا پېرول غوښتنه وکړي. سربیره پر دې، هر څوک کولای شي چې د بل چا په استازیتوب غوښتنه وکړي؛ دا د یوه ذینفع لپاره د د متقاضي له لورې د موقتې اقامې اجازې یا پېرول غوښتنه ګڼل کیږي. باید د متحده ایالاتو د تابعیت او کډوالۍ خدمتونو ادارې ته د I-131 فورمه، د سفر لپاره د سند غوښتنلیک، د پېرول اسناد او د هیواد څخه د تګ او راتګ ریکارډونه وسپارئ، ترڅو د موقتې اقامې اجازې یا پېرول غوښتنه وکړئ. د دغو معلوماتو لپاره چې خپل غوښتنلیک چېرته واستوئ، په مهربانۍ سره زموږ د I-131 فورمې سپارلو آدرسونه وېبپاڼې کې د "بشردوستانه پېرول" برخه وګورئ.
تاسې باید د کورنۍ هر غړي لپاره یوه جلا د I-131 فورمه ډکه کړئ. همدا راز تاسې کولای شئ ټولې I-131 فورمې یو ځای په یوه پاکټ کې وسپارئ. که فورمې په یوه پاکټ کې وي نو باید هره فورمه او نور ټول ملاتړي سندونه باید په جلا جلا دوسې کې تنظیم کړئ او یو پاکټ کې واچوئ.
د فورمې ډکولو فیس
د ځینو افغان اتباعو، د هغوی میرمنو او ماشومانو لپاره چې د I-131 فورمه ډکوي په بشپړ ډول د فیس معافیت شتون لري. د USCIS ادارې، په شمول د فیس معافیت په بشپړ توګه او د غوښتنلیک په واسطه د فیس معافیت، د ټولو فیسونو بشپړ لیست لپاره، زموږ د فیس جدول وګورئ.
که چېرې په بشپړ ډول د فیس معافیت نه پلي کیږي، په I-131 فورمه کې باید د فورمې ډکولو فیس یا د فیس معافۍ غوښتنلیک شامله وي (د I-912 فورمه د فیس معافۍ لپاره غوښتنلیک، یا لیکلې غوښتنې له لارې). د لا زیاتو معلوماتو لپاره د فیس معافیت غوښتنې په اړه اضافي معلومات وېبپاڼه وګورئ. متقاضي باید د تأدیې د وړتیا نه درلودلو پر بنسټ د فیس د معافۍ غوښتنه وکړي. که چېرې د بل چا په استازیتوب فورمه ډکوئ، د ذینفع نه، بلکې د فیس ورکولو لپاره د خپلې وړتیا نه درلودلو پر بنسټ د فیس د معافيت غوښتنه وکړئ.
ښايي د کورنۍ اړوند ټولو غوښتنلیکونو لپاره، چې په عین وخت کې ډک شوي وي، د I-912 فورمه ډکه یا د فیس معافيت لیکلې غوښتنه وسپارئ. د فیس د معافيت هر غوښتونکی باید د I-912 فورمه یا د فیس معافيت لیکلې غوښتنه لاسلیک کړي. که چېرې نه شئ کولای چې د یوه متقاضي په توګه د فیس ورکولو د وړتیا نه درلودلو په اړه اسناد چمتو کړئ، باید تفصیلي تشريح وړاندې کړئ. که چېرې دغه تفصیلي تشرېح چمتو کړئ او د فیس د معافۍ لپاره مستحق واوسئ، مونږ به د فیس معافۍ لپاره له مرستندویه اسنادو پرته ستاسې غوښتنه قبول کړو.
د مالي ملاتړ ژمنتیا
تاسې باید د موقتې اقامې اجازې یا پېرول له هرې غوښتنې سره د I-134 فورمه، د مالی ملاتړ پاڼه او ملاتړي اسناد چمتو کړئ. د I-134 فورمه د دي لپاره کارول کیږي چې وښيې چي ذینفع په کافې اندازه مالې سر چینې او ملاتړ لري ترڅو وکولی شې په متحده ایالاتو کې د پاتي کېدلو د خپلې لنډ مهالې دورې لګښت پوره کړي. کیدای شي یو ذینفع له یوه څخه ډیر مالې ملاتړي ولري او د هغوي هر یوه لپاره د I-134 فورمه بشپړه کړي. یو ذینفع کولی شي د خپل ځان لخوا هم I-134 فورمه بشپړه کړي. یو سازمان هم کولی شي د یوه ذینفع لپاره د I-134 فورمه وسپاري. که چېرې یو سازمان مالي ملاتړ په غاړه واخلي، خو د هغې سازمان کارکوونکی د I-134 فورمه نه شي بشپړولی، ښايي د موقتې اقامې اجازې یا پېرول له غوښتنلیک سره د سازمان له لورې یو لیک یو ځای کړی، چې د موقتې اقامې اجازې یا پېرول درلودونکي مالې ملاتړ ته ژمنتیا په کې ښودل شوي وي.
کانګرس هغو افغانانو لپاره د بیا مېشتېدنې مرستې تایید کړي چې د ۲۰۲۱ کال د جولای د ۳۱ څخه د ۲۰۲۲ کال د ډیسمبر د ۱۶ مې نېټې پورې په متحده ایالاتو کې د موقتې اقامې اجازه یا پېرول ورکړل شوي وي، او د ځینو ځانګړو کورنیو غړو ته د ۲۰۲۲ کال د ډیسمبر له ۱۶مې نېټې څخه وروسته د موقتې اقامې اجازه ورکړل شوې ده. موږ به د دغې مرستې شتون هغه مهال په پام کې ونیسو چې پرېکړه کوو ایا د موقتې اقامې اجازې یا پېرول درلودونکی متحده ایالاتو ته له رسېدلو سره کافي ملاتړ لري یا نلري. د هغه افغانانو لپاره چې د بیا مېشتېدنې د ګټو د شتون په وخت کې یې د موقتې اقامې اجازه ترلاسه کړي وي د هغو لپاره مونږ یو مالې ملاتړ ته اړتیا ولرو، ترڅو وښیې چې متحده ایالاتو ته د رسیدو څخه نیولي د بیا میشتیدنې مرستو د تر لاسه کولو پورې، چې ښايي څو اوونۍ وخت ونیسې، د ذینفع مالې ملاتړ وکړي.
د موقتې اقامې اجازې یا پېرول د مودې په ترڅ کې د مالي ملاتړ اړونده معلوماتو کې باید د ذینفع هر ډول ځانګړې اړتیاوې شاملې وي. له متحده ایالاتو څخه بهر کسانو لپاره بشردوستانه یا د مهمې عامه ګټې د موقتې اقامې اجازې یا پېرول وېبپاڼې کې ”یوه مالې ملاتړ کوونکې لپاره اړتیا“ برخه وګورئ.
د ذینفع کس د اړیکو معلومات
د موقتې اقامې اجازې یا پېرول په غوښتنلیک کې باید د I-131 فورمې په ځانګړې برخه یا په یوه اضافي سند کې د ذینفع د اړیکو معلومات (برېښنالیک پته، ټیلیفون شمېره او فزیکي پته) شامله وي او باید د متحده ایالاتو د تابعیت او کډوالۍ خدمتونو ادارې (USCIS) ته په دې معلوماتو کې د هر ډول بدلون خبر ورکړئ. کله چې ذینفع وتوانیږي چې داسې یوه درېیم هېواد ته په خپلو امکاناتو سفر وکړي چې د متحده ایالاتو سفارت یا قونسلګري په کې موجوده وي، نو متقاضي باید سمدستي د ذینفع نوې پته د کډوالۍ خدمتونو ادارې د ذینفع د USCIS په آنلاین حساب کې تازه کړي او یا په دې پته HumanitarianParole@uscis.dhs.gov د متحده ایالاتو د تابعیت او کډوالۍ خدمتونو ادارې ته بریښنالیک واستوي او په موضوع کې "Beneficiary Relocated Outside of Afghanistan" ولیکي او د ذینفع اوسنۍ پته او د اړیکې معلومات (ټلیفون شمېره او برېښنالیک پته که چېرې موجوده وي)، البته که بدل شوي وي، ولیکي.
اضافي معلومات
د موقتې اقامې اجازې یا پېرول لپاره د مستحق کېدو او فورمې ډکولو لپاره د لارښوونو په اړه د لا زیاتو معلوماتو لپاره، له متحده ایالاتو څخه بهر کسانو لپاره بشردوستانه یا د مهمې عامه ګټې د موقتې اقامې اجازې یا پېرول وېبپاڼه وګورئ.
څرنګه چې د I-131 فورمې لپاره لارښوونې (PDF, 646.57 KB) کې تشرېح شول، د بشردوستانه یا مهمې عامه ګټې د موقتې اقامې اجازې یا پېرول په غوښتنو کې باید لاندې موارد شامل وي:
- د I-131 بشپړه او لاسلیک شوې فورمه (لاندې د فورمې ډکولو د معلوماتو برخه وګورئ)؛
- که په بشپړ ډول د فیس معافیت نه پلي کیږي، اړین فیس (یا یوه بشپړه شوې او لاسلیک شوې د I-912 فورمه یا د فیس معافیت لیکلې غوښتنه) (لاندې د فورمې ډکولو د معلوماتو برخه وګورئ) د فیس معافیت او ټولو فیسونو بشپړ لیست لپاره، زموږ د فیس جدول وګورئ؛
- د ذینفع، متقاضي او مالې ملاتړ کوونکې د هؤیت د رسمي انځور لرونکو اسنادو یوه یوه کاپي؛
- د ذینفع د پاسپورټ د هؤیت پاڼې کاپي، یا د حکومت له لورې د هؤیت بل سند، چې د ذینفع تابعیت څرګندوي او دا هم باید ووايي چې پاسپورټ ولې شتون نلري (که چېرې د حکومت له لورې ورکړل شوی د هؤیت هېڅ سند ونلري، د هؤیت کوم بل ډول سند باید ولري او دا تشرېح هم ورکړي چې د حکومت له لورې ورکړل شوی د هؤیت سند ولې نلري)؛
- د موقتې اقامې اجازې یا پېرول لپاره د بيړنۍ بشردوستانه یا مهمې عامه ګټې لامل یوه تشرېح او مرستندویه ثبوت، د چټک پر مخ بیولو لپاره د اړتیا د سند او هغه مودې په شمول چې ذینفع په کې د موقتې اقامې اجازې یا پېرول ته اړتیا لري؛
- څنګه چې د فورمې په لارښوونو کې تشرېح شوي، له مناسبو اسنادو سره یوه بشپړه شوې د I-134 فورمه؛
- که چېرې ذینفع د متحده ایالاتو ویزه نه شي ترلاسه کولای یا د کډوالو د طی مراحل کولو له چېنلونو ګټه نه شي اخیستلی، د لامل څرګندولو لپاره یې یوه بیانیه؛
- که چېرې یو ذینفع متحده ایالاتو ته د داخلیدو د منع څخه د معافیت سند نه شي وړاندی کولی، د لامل څرګندولو لپاره یې یوه بیانیه؛ او
- که چېرې ذینفع د کډوالۍ یا غیر کډوالۍ کوم ځنډېدلی غوښتنلیک یا عریضې لري، د دغو غوښتنلیکونو یا عریضو ثبوت او په اړه یې د پرېکړو یوه کاپي.
د غوښتنلیک تر سپارلو دمخه، د فورمې لارښوونې په ځيرتيا سره ولولئ او ځان باوري کړئ چې لاندې کارونه مو ترسره کړي دي:
د I-131 فورمه، د سفر لپاره د سند غوښتنلیک فورمه، د پېرول اسناد او د هیواد څخه د تګ او راتګ ریکارډونه لپاره:
- د I-131 فورمې په اتمه برخه کې، 1.a، "د غوښتونکي لاسلیک" لاسلیک کړئ.
- لاسلیک باید اعتباري وي او الېکترونیکي (کمپیوتری) نه وي.
- د غوښتنلیک سپارونکی باید "د غوښتونکي لاسلیک" برخه کې لاسلیک وکړي. که چېرې له متحده ایالاتو څخه بهر کوم شخص په استازیتوب غوښتنلیک سپارئ، په خپله باید غوښتنلیک لاسلیک کړئ، نه هغه شخص چې تاسې یې استازیتوب کوئ.
- که یو څارنوال، تائید شوي استازي او یا بل شخص د دغې فورمې په چمتو کولو کې درسره مرسته کړي وي، هغوي باید نهمه برخه "د هغه شخص په اړه معلومات چې دغه غوښتنلیک یې چمتو کړی دی، که په خپله د موقتې اقامې اجازې یا پېرول غوښتونکی نه وي" بشپړه، فورمه لاسلیک وکړي او نېټه پرې ووهي.
په لومړۍ برخه کې خپله پته ولیکئ. که چېرې له متحده ایالاتو څخه بهر د کوم شخص په استازیتوب غوښتنه کوئ، په لومړۍ برخه کې خپل معلومات ولیکئ. مونږ د پتې او اړیکي له معلوماتو پرته د موقتې اقامې اجازې یا پېرول پر غوښتنو نه قبلوو.
په دویمه برخه کې د ذینفع د ټلیفون شمېره او اوسنۍ پته ولیکئ. مونږ د اړیکې له معلوماتو پرته د مشروطې اقامې پر غوښتنو غور نه شو کولی او دا معلومات باید بشپړ وي. "بېځایه شوی" لیکل کافي نه دي. که ذینفع په افغانستان کې په یو ځای کې پټ وي د هغه آخري او مکمل آدرس ولیکئ.
د I-912 فورمه، د فیس معافيت غوښتنه، یا د فیس معافيت لپاره لیکلې غوښتنه:
- په مهربانۍ زموږ د فیس معافيت غوښتنې په اړه اضافي معلومات وېبپاڼه ولولئ.
- که چېرې د فیس معافیت نه پلي کیږي او تاسې د I-131 فورمې لپاره فیس نه ورکوئ، باید د I-912 فورمه (یا د فیس معافیت لپاره یوه لیکلې غوښتنه) او اړین مرستندویه اسناد وسپارئ، له دې پرته به موږ د فیس نه ورکولو له امله ستاسې د I-131 فورمه رد کړو.
- په ۷ مه برخه، ۶ مه شمېره، "د غوښتونکي لاسلیک" برخه کې د I-912 فورمه یا لیکلې غوښتنه لاسلیک کړئ.
- لاسلیک باید اعتباري وي او الېکترونیکي (کمپیوتری) نه وي.
- هغه عارض چې د I-131 فورمه ډکوي، په دغه برخه کې د I-912 فورمه باید لاسلیک کړي (یا باید لیکلې غوښتنه لاسلیک کړي). که چېرې له متحده ایالاتو څخه بهر د کوم شخص په استازیتوب غوښتنلیک سپارئ، باید په خپله غوښتنلیک لاسلیک کړئ، نه هغه شخص چې تاسې یې استازیتوب کوئ.
- د دې تشرېح لپاره مرستندویه اسناد چمتو کړئ چې وښيي د I-131 فورمې ډکوونکی ولې فیس نه شي ورکولای.
د متقاضي شخص د مالي ستونزو په اړه اسناد وسپارئ. که چېرې د بل چا په استازیتوب د موقتې اقامې اجازې یا پېرول غوښتنه کوئ، نو مرستندویه اسناد باید ستاسې د مالي ستونزو په اړه وي، نه د ذینفع.
که چېرې اسناد ترلاسه کولای نه شئ، مالي ستونزې او دا چې ولې د عاید ثبوت چمتو کولای نه شئ، تشرېح کړئ البته که ممکنه وي.
د رسید شمېرې
د رسید شمېره یو ځانګړی ۱۳-حروف لرونکی پیژند کوډ دی چې موږ یې د پېرول د هرې غوښتنې لپاره چمتو کوو چې موږ ته رالېږل کیږي. موږ دا شمېره د قضیې پیژندلو او تعقیب لپاره کاروو. د رسید شمېره عموماً ۳ حروفو (لکه EAC، WAC، LIN، SRC، NBC، MSCیا IOE) او بیا ورپسې له ۱۰ عددونو څخه جوړه شوي وي. تاسې کولای شئ دا شمېره د عمل په خبرتیاوو کې ومومئ چې موږ تاسې ته لیږلي دي.
د ۲۰۲۱ کال په نومبر میاشت کې، موږ د I-131 عاجلې بشري او د پام وړ عامه ګټې پېرول غوښتنې ټولې پاتې شوي فورمې چې د ۲۰۲۱ کال د سپتمبر په لومړۍ یا ورڅخه وروسته ثبت شوي، د قضیې مدیریت نوي سیسټم ته ولیږدولې. د قضیې د مدیریت دې نوي سیسټم ټولو پاتې غوښتنو ته د IOE د رسید نوې شمېرې ټاکلې دي. د دې نوي رسید شمېرې ټاکل د رسید په نیټې یا پر دې اغېز نه کوي چې څومره ژر به موږ ستاسې قضیه پروسس کړو. مهرباني وکړئ له مونږ سره د خپل پېرول په هکله د اړیکې نیولو پر مهال د نوي رامینځته شوې رسید شمېره (چې له "IOE" سره پیلیږي) وکاروئ.
د پروسس مهالوېشونه
مونږ اوسمهال د پېرول لپاره په خورا لوی شمېر غوښتنې ترلاسه کوو. که څه هم موږ هڅه کوو د پېرول لپاره ټولې غوښتنې په ګړندۍ او اغېزناکه توګه پروسس کړو، غوښتونکي باید د پروسې په جریان کې د ځنډ تمه وکړي. دا به زمونږ لپاره خورا وخت نیوونکې وي چې په ۲۰۲۱م کال کې د افغان دولت له سقوط راهیسې په بې ساري شمېر د پېرول ترلاسه شویو غوښتنو ته رسېدنه وکړو او د پروسس عادي وختونو ته راوګرځو. مونږ ټول اړین ګامونه اخلو ترڅو د دې غوښتنو لپاره د پروسس هدف وختونو ته ژر تر ژره ستانه شو.
که چېرې تاسې د پېرول لپاره د خپلې غوښتنې د ثبتولو پر مهال اړین شواهد وړاندې نه کړئ یا هم که چېرې موږ اړتیا ولرو چې له تاسې څخه د اضافي معلوماتو غوښتنه وکړو، دا به زموږ لپاره ستاسې د قضیې په پروسس کولو کې ډیر وخت ونیسي.
د پاتې غوښتنلیکونو لپاره د اضافي معلوماتو رالېږل
که چېرې تاسې غواړئ په خپله خوښه د تجدید شویو ځانګړتیاوو له بیاکتنې څخه وروسته د خپل پېرول په هکله اضافي شواهد وړاندې کړئ چې زموږ په "په متحده آیالاتو کې مېشتو پېرول لرونکو افغان اتباعو په اړه د متحده ایالاتو د تابعیت او کډوالۍ خدمتونو ادارې (USCIS) معلوماتي پاڼه" پاڼه کې (چې له "وړتیا" څخه ښکته موقعیت لري) یا هم "د ځانګړو ډولونو بشردوستانه یا د پام وړ عامه ګټې پېرول د غوښتنې لپاره د شواهدو لارښود" پاڼه کې د پېرول لپاره د وړتیا ټاکلو پر مهال د قوي مثبتو عوامل په توګه ورته ارزښت ورکول کیږي، تاسې کولای شئ دا شواهد په خپل USCIS آنلاین حساب کې د "ناغوښتل شويو شواهدو" په انتخابولو سره وړاندې کړئ.
که چېرې تاسې خپل د پېرول غوښتنه په کتبي ډول ثبت کړي وي، تاسې کولای شئ له "آنلاین لاسرسي کوډ" څخه کار واخلئ ترڅو خپل کتبي غوښتنه ستاسې له USCIS آنلاین حساب سره وصل کړئ.که چېرې تاسې د خپل USCIS آنلاین حساب تاییدولو د څرنګوالي په هکله پوښتنې لرئ یا هم غواړئ چې موږ ستاسې د آنلاین لاسرسي کوډ بیا ځلې تنظیم کړو، مهرباني وکړئ زه څرنګه د آنلاین لاسرسي نوی کوډ ترلاسه کولای شم؟ یا هم د USCIS د اړیکو مرکز پاڼو ته لاړ شئ.
که چېرې تاسې نه غواړئ چې په خپل USCIS آنلاین حساب کې اضافي شواهد وړاندې کړئ، تاسې کولای شئ زمونږ دفتر ته یې د لیک یا برېښنالیک (ایمیل) له لارې واستوئ. مهرباني وکړئ د پېرول خبرتیا لپاره ستاسې د غوښتنې په رسید کې د لېست شوي لیک او بریښنالیک آدرس (ایمیل) وګورئ. مونږ سپارښتنه کوو چې اړوند شواهد په خپل USCIS آنلاین حساب کې وړاندې کړئ ځکه چې دا به زمونږ لپاره خورا وخت نیوونکې وي چې زمونږ دفتر ته د لیک یا برېښنالیک له لارې رالیږدول شوي شواهد پروسس کړو.
که چېرې مونږ ستاسې غوښتنه رد کړه او تاسې غواړئ چې نوې غوښتنه ثبت کړئ یا هم اضافي معلومات راولېږئ، تاسې باید د I-290B فورمه، د بیاځلې غور یا اعتراض خبرتیا ثبت کړئ، یا هم له ملاتړ (اړین) شواهدو سره د I-131 فورمه، د سفر لپاره د سند غوښتنلیک، د پېرول اسناد او د هیواد څخه د تګ او راتګ ریکارډونه، ثبت کړئ.
I-290B فورمه، د بیاځلې غور یا اعتراض خبرتیا
که چېرې تاسې فکر کوئ چې مونږ ستاسې د قضیې په هکله ناسمه پرېکړه کړې، تاسې کولای شئ د عریضې په وړاندې کولو سره له مونږ څخه وغواړئ چې پخپله پرېکړه باندې بیاځلې غور وکړو، ستاسې قضيې ته د رسېدنې پروسه بېرته پرانېزو، یا هم دواړه چارې پر مخ یوسو. تاسې نشئ کولای یوه اداري "غوښتنه" ثبت کړئ.
تاسې باید د رد په خبرتیا کې له ذکر شوې نېټې څخه تر ۳۳ ورځو پورې د I-290B فورمه، د بیاځلې غور یا اعتراض خبرتیا ثبت کړئ او د اړتیا پر مهال یې اړین مقدار لګښت ورکړئ (یا هم I-912 فورمه، د فیس معافیت غوښتنه راولېږئ). که چېرې مونږ د I-131 فورمه د ۲۰۲۱ کال د اګست له لومړۍ څخه د ۲۰۲۳ کال د سپتمبر تر ۳۰مې پورې رد کړې وي، مونږ شاید د I-290B لومړۍ فورمې لګښت معاف کړو چې د یو افغان وګړي په استازیتوب د پېرول غوښتنې په رد باندې د بیاځلې غور یا هم یادې غوښتنې ته د رسېدنې پروسې د بېرته پرانیستلو د غوښتنې په موخه د عریضې په توګه ثبت شوې وي. د I-290B له هرې فورمې سره چې تاسې غواړئ ثبت یې کړئ ستاسې د غوښتنې د رد خبرتیا یوه کاپي شامله کړئ او د خپلې I-290B فورمې په عنوان کې "Afghan Parole" ولیکئ. که چېرې تاسې د ۳۳ ورځو تنظیمي مهالوېش پر مهال د I-290B فورمه ډکه نکړئ، موږ شاید ستاسې د I-290B فورمه رد کړو، مګر موږ به بیا هم هر ډول اړوندو شواهدو باندې بیاکتنه وکړو ترڅو معلومه کړو چې آیا د "بیا پرانستلو لپاره د خدماتو وړاندیز" مناسب دی او که نه. د I-290B فورمې په ویب پاڼه کې د غوښتنې د ثبت د لګښت یا فیس یا هم د فیس د معافیت غوښتنې، د ثبت ځای او نورو شرایطو په هکله وروستي معلومات موجود دي.
په بدیله توګه، تاسې همدارنګه کولای شئ یوه نوې د I-131 فورمه، د سفر لپاره د سند غوښتنلیک، د پېرول اسناد او د هیواد څخه د تګ او راتګ ریکارډونه د غوښتنې له لښګت یا فیس او د پام وړ نويو حقایقو په شمول ملاتړو شواهدو سره ثبت کړئ چې د پېرول له غوښتنې سره تړاو لري (یا هم د فیس د معافیت غوښتنه وکړئ چې کولای شئ د I-912 فورمې، د فیس د معافیت غوښتنې، له لارې یې راولېږئ).
د موقتې اقامې اجازه یا پېرول، په متحده ایالاتو کې د لنډمهالې قانوني اوسېدنې اقامه ده، او د کډوالۍ کوم قانوني حیثیت نه لري او نه هم د کډوالۍ قانوني حیثیت ته لاره هواروي. کله چې متحده ایالاتو ته ورسېږئ، خپل د موقتې اقامې اجازې یا پېرول د مودې له ختمېدلو څخه وړاندې باید اضافي ګامونه واخلئ څو باوري شي چې په متحده ایالاتو کې د موقتې اقامې اجازې یا پېرول د مودې له پای ته رسېدلو وروسته په قانوني ډول پاتې شئ. که چېرې ونه توانېږئ چې په متحده ایالاتو کې دايمي قانوني اوسېدنې لپاره لاره هواره کړئ، د کډوالۍ له جدي پایلو سره به مخ شئ.
- د موقتې اقامې اجازې یا پېرول شرایط: که چېرې خبر درکړل شي چې د موقتې اقامې اجازې یا پېرول د یوه شرط په توګه خپل روغتیایی سکریننګ او واکسینونه ترسره کړئ، باید دغه کارونه ترسره او متحده ایالاتو ته د رسېدلو څخه وروسته په ۶۰ ورځو کې د USCIS د واکسینونو وېبپاڼې له لارې خپل موافقت څرګند کړئ.
- د بیا مېشتېدنې ګټې. کانګرس هغو افغانانو لپاره د بیا مېشتېدنې مرستې تصویب کړې ده، چې د ۲۰۲۱ کال د جولای له ۳۱ څخه د ۲۰۲۲ کال د سپتمبر د ۳۰ مې پورې په متحده ایالاتو کې د موقتې اقامې اجازې یا پېرول ورکړل شوي وي او د ځینو ځانګړو کورنیو غړو ته هم، چې د ۲۰۲۲ کال د سپتمبر تر ۳۰ مې نېټې وروسته د موقتې اقامې اجازې یا پېرول ورکړل شوي وي. د بیا مېشتېدنې مرستو ترلاسه کولو په اړه لا زیاتو معلوماتو لپاره، متحده ایالاتو ته تر را رسېدلو وروسته د بیا مېشتېدنې له یوې ځايي ادارې سره اړیکه ونیسئ. د بیا مېشتېدنې ادارو لړلیک به د کډوالو د طی مراحل د مرکز د اړیکو په لست په وېبپاڼه د R&P سازمانونو د اړیکې معلومات کې د "R&P مربوطې داریکتوري" لاندې ومومئ.
- د پتې بدلون: د موقتې اقامې اجازې یا پېرول غوښتونکی چې په متحده ایالاتو کې له ۳۰ ورځو څخه ډیر میشت وي نو باید د خپلې فزیکې پتې په هکله راپور ورکړې. که چیري متحده ایالاتو ته له داخلېدلو وروسته ستاسې پته بدلیږي، باید د لاندې لارښوونو سره سم په لسو ورځو کې موږ ته خبر راکړئ:
- زموږ د پتې د بدلون آنلاین فورمه کارول؛ یا
- خپل د USCIS آنلاین حساب له لارې (که تاسې یې لرئ). د آنلاین حساب جوړونې په هکله د لاډیرو معلوماتو لپاره د د USCIS ادارې آنلاین حساب څه ډول جوړ کړو ویبپاڼه وګورئ.
- بیا پېرول. ښايي د موقتې اقامې اجازې یا پېرول د مودې له پای ته رسېدلو څخه لږ تر لږه ۹۰ ورځې مخکې، د یوې نوې I-131 فورمې په ډکولو سره، د موقتې اقامې اجازې یا بیا پېرول غوښتنه وکړئ. په دې غوښتنه کې باید لاندې موارد شامل وي:
- اړین فیس یا ( د I-912 فورمه، د فیس معافيت لپاره غوښتنه، یا د فیس معافيت لپاره یوه لیکلې غوښتنه)؛
- یوه نوې د I-134 فورمه؛ او
- تازه ملاتړي ثبوتونه، چې د بیا ځلې موقتې اقامې اجازې یا پېرول له مخې په متحده ایالاتو کې د پاتې کېدلو اړتیا څرګنده کړي.
- د کار اجازه. د I-765 فورمه د کار اجازې لپاره غوښتنلیک فورمه ډکه کړئ ترڅو متحده ایالاتو ته د موقتې اقامې اجازې یا پېرول له مخې تر داخلېدلو وروسته تر (c)(11) کټګورۍ لاندې د کار د اجازې غوښتنه وکړئ.
- له متحده ایالاتو څخه وتل. له متحده ایالاتو څخه بهر ذینفع ته د موقتې اقامې اجازې یا پېرول یو چمتو شوی سند، متحده ایالاتو ته د ننوتلو په بندر کې یوازې یو ځل د اعتبار وړ دی. که چېرې ذینفع له متحده ایالاتو څخه ووځي، له وتلو سره سم به یې د موقتې اقامې اجازه پای ته ورسیږي. که چېرې هغه وغواړي چې له متحده ایالاتو څخه بهر سفر وکړي او بیا بېرته راستون شي، باید بهر ته تر سفر وړاندې د موقتې اقامې اجازې یا پېرول غوښتلو لپاره پر I – 131 فورمه یو جلا غوښتنلیک وسپاري. په متحده ایالاتو کې دننه اوسېدلو پر مهال د مخکې له مخکې د موقتې اقامې اجازې یا پېرول غوښتنې په اړه معلوماتو لپاره، د I-131 فورمه، د سفر لپاره د سند غوښتنلیک، د پېرول اسناد او د هیواد څخه د تګ او راتګ ریکارډونه (PDF, 646.57 KB) (PDF, 646.57 KB) وګورئ. ذینفع ښايي له متحده ایالاتو څخه بهر د ویزې او یا یو ځل بیا د موقتې اقامې اجازې یا پېرول لپاره غوښتنه وکړي څو بېرته دغه هېواد ته راستون شي.
- شین کارت (ګرین کارت). که چېرې د یوه تصدیق شوي I-130 فورمه، نږدې خپلوانو لپاره عریضي ذینفع یاست او یوه ویزه موجوده وي، د I-485 فورمه د دایمي مېشتېدنې د ثبت یا د حیثیت د تعدیل لپاره غوښتنلیک وسپارئ څو د قانوني دایمي مېشتېدنې لپاره د حیثیت تعدیل غوښتنه وکړئ او شین کارت ترلاسه کړئ.
- خپلوانو سره یوځای کېدل. که چېرې د یوه تصدیق شوي د I-730 فورمه، د کډوال/ پناه غوښتونکي د خپلوان عریضې (PDF, 249.8 KB) ذینفع یاست، ښايي متحده ایالاتو ته د ننوتلو پر مهال د یوه کډوال یا پناه غوښتونکي په حیث د کډوالۍ حیثیت ترلاسه کړئ. باید د USCIS د اړیکو مرکز ته زنګ ووهئ څو د نوموړې ادارې له ساحوي دفتر سره، چې ستاسې پر مېشتېدنې واک او کنټرول لري، د یوه وخت ټاکلو غوښتنه وکړئ څو ستاسې د کډوالۍ حیثیت تصدیق کړي.
- پناه. که باور لرئ چې د توکم، مذهب، ملیت، د ځانګړې ټولنې غړیتوب یا سیاسي نظریې له امله ځورېدلي یاست یا له ځورېدلو وېرېږئ، د I-589 فورمه، د پناه او د لیرې کولو مخنیوي لپاره غوښتنلیک وسپارئ. تاسې باید متحده ایالاتو ته د وروستني داخلیدو له نیټې څخه د یوه کال په موده کې د پنا غوښتنه و کړئ. مګر داچې و ښیې چي:
- پناغوښتنې ته ستاسې په وړتیا د حالاتو د بدلون د پام وړ اغیز، او یا غیر معمولي حالات چې ستاسې د غوښتنې په سپارلو کې د تاخیر سبب شوی وي؛ او
- د هغه مهال ویش په دوران کې چې د استثنا لپاره ټاکل شوی وي، تاسې په یو مناسب وخت کې غوښتنه سپارلې.
که چېرې تاسې د پنا غوښتنه و کړئ او ستاسې د موقتې اقامې اجازې یا پېرول غوښتنه لا معتبره وي یا ستاسې د موقتې اقامې اجازې یا پېرول غوښتنې د دورې له پای ته رسیدو څخه وروسته په یوه مناسب وخت کې وي، په عمومې ډول مونږ دغه یو استثنایی حالت بولو. د لا ډیرو معلوماتو لپاره د USCIS ادارې د پناه غوښتنې صفحې ته مراجعه و کړئ.
مشروطه اقامه باید د دې لپاره ونه کارول شي، چې یوازې د عادي ویزې د طی مراحل د کړنلارو یا مهالوېشونو مخه ونیسي یا د کډوالۍ د طی مراحل د چینلونو ځای ونیسي.
که تاسې د توکم، مذهب، ملیت، د ځانګړې ټولنې د غړیتوب یا سیاسي نظریې له امله ځورېدلي یاست یا له ځورېدلو وېرېږئ او له افغانستان څخه د باندي یاست، د بیا مېشتېدنې لپاره د UNHCR دفتر ته مراجعه وکړئ. که په افغانستان کې یاست او باور لري چې محفاظت ته اړتیا لري تاسې کولی شي له آواز بشري سازمان ویبسایټ ته awaazaf.org او یا د ۴۱۰ له لاري مرستی لاین سره اړیکه و نیسئ.
د متحده ایالاتو د کډوالو د منلو پروګرام ته د لاسرسي په اړه اضافي معلوماتو لپاره، د بهرنیو چارو وزارت د کډوالو منلو پروګرام وېبپاڼه وګورئ. تاسې کولی شي د متحده ایالاتو د کډوالو د منلو پروګرام ته د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو سازمان عالي کمیشنرۍ په حواله، یا د ستاسې د کورنۍ د هغه غړي د خپلوي د سند په واسطه، چې په متحده ایالاتو کې د پناغوښتونکي یا ځانګړي ویزې درلودونکي وي، لاسرسی پیدا کړئ. سربیره پر دې، د بهرنیو چارو وزارت د کډوالو د منلو پروګرام ځانګړو افغانانو قبولۍ لپاره د ۲۰۲۱ کال دویم لومړیتوب اعلان کړه، دا هغه افغانان دي، چې د متحده ایالاتو له حکومت، د دغه هېواد له مالي ملاتړه برخمنو پروګرامونو یا پروژو او یا د ياد هېواد له نادولتي مؤسسو او رسنیو سره یې، کار کړی وي.
د متحده ایالاتو حکومت هغو افغانانو لپاره د غوښتنلیکونو چټک او اغېزناک طی مراحل ته ژمن دی، چې د کډوالو د ځانګړې وېزې (SIV) مستحق وي. د کډوالو ځانګړې وېزو لپاره د مستحق ګڼلو په اړه لا زیاتو معلوماتو لپاره، په مهربانۍ د بهرنیو چارو وزارت وېبپاڼې هغو افغانانو لپاره د کډوالۍ ځانګړې ویزې (SIV) جې د متحده ایالاتو د حکومت له لوري یا یې په استازیتوب ګومارل شوي وو ته مراجعه وکړئ.