د فیس د معافیت د غوښتنې په هکله اضافی معلومات
زموږ مصارف تر ډېره حده د غوښتنلیکونو او عرایضو د فیسونو له لارې تمویل کیږي. دې ته په پام سره چې ځینې غوښتونکي نشي کولای د غوښتنلیک فیس تادیه کړي، مونږ د ځينو ځانګړو فورمونو او ګټو د ډولونو لپاره د فیس د معافیت پروسه رامنځته کړه. مونږ به یوازې په هغه صورت کې ستاسې لپاره د فیس معافیت تائید کړو چې تاسې په ښکاره ډول څرګنده کړئ چې نشئ کولای د غوښتنلیک فیس تادیه کړئ.
که تاسې د I-912 فورمې له لارې د فیس معافیت لپاره غوښتنه کوئ، تاسې کولی شئ د لاندې دوو انتخابونو څخه یو وکاروئ. د ټولو فورمونو لپاره چې د فیس معافیت لپاره وړ وي، تاسې کولی شئ د I-912 فورمې د چاپي نسخې سره مطلوب فورمه د پست له لارې واستوئ. د ځینې وړ فورمونو لپاره چې د آنلاین PDF فایل کولو آپشن په کارولو سره ثبت کیدی شي، تاسې کولی شئ خپل بشپړ شوی I-912 فورمه د هغه فورمې سره چې تاسې یی د فیس معافیت غوښتنه کوئ د خپل USCIS آنلاین حساب له لارې اپلوډ کړئ.
که تاسې د فیس معافیت لپاره غوښتنه کوئ، تاسې اړتیا نلرئ فیس تادیه کړئ.
د لا نورو لارښوونو لپاره، د USCIS پالیسي لارښود لومړۍ جلد، B برخه، څلورمه څپرکی، د فیس معافیت (د غوښتنلیک په واسطه) او د فیس معافیت (په بشپړ ډول) برخې ته مراجعه وکړئ.
(په بشپړ ډول) د فیس معافیت په دې معنی چې اړتیا نلرئ د یوې فورمې لپاره فیس ورکړئ یا موږ د غوښتنلیک ورکوونکو یوې ځانګړې کټګورۍ ته اړتیا نلرو چې د فورمې لپاره ټاکل شوي فیس تادیه کړي. تاسې کولی شئ د فیس مهالویش په ویبپاڼه کې د فیس معافیت په هکله ټول اوسني معلومات ومومئ. که چیرې د فیس معافیت ستاسې او پر هغه فورمه چې تاسې یې سپارئ (په بشپړ ډول) پلي کیږي، تاسې اړتیا نلرئ د فیس معافیت لپاره غوښتنه وکړئ یا د فایل کولو فیس تادیه کړئ.
د فیس معافیت (د غوښتنلیک په واسطه) په دې معنی ده چې تاسود یوې فورمې لپاره باید فیس تادیه کړئ، مګر د فیس معافیت له لاري دا اړتیا د هغه غوښتونکي لپاره معاف کیږي چې د فیس ورکولو توان نلري. که تاسې د فیس معافیت لپاره غوښتنه کوئ او موږ ته ثابته کړئ چې تاسې وړ یاست، نو تاسې به نور اړتیا ونلرئ د اړوند فورمې لپاره د فایل کولو فیس تادیه کړئ. په هرصورت، که تاسې د فیس معافیت لپاره غوښتنه کوئ مګر موږ ته ثابته شي چې تاسې وړ نه یاست، موږ ممکن د فیس معافیت غوښتنه او ستاسې اصلي غوښتنلیک یا عریضه رد کړو.
تاسې کولی شئ د فیس معافیت لپاره غوښتنه وکړئ که تاسې:
- تاسې ټول ټاکل شوي اړتیاوي پوره کوئ او هغه فورمه چې تاسې یې ډکوئ د فیس معافیت وړ وي (زموږ د فیس مهالویش ویبپاڼېته مراجعه وګرئ)؛ او
- تاسې داسې اسناد وړاندې کوئ چې ښیي تاسې د لاندې معیارونو څخه یو پر بنسټ وړ یاست:
- تاسې، ستاسې میرمنه/میړه، ستاسې ماشوم، ستاسې مور او پلار (که تاسې د ۲۱ کلونو څخه کم عمر لرئ یا معیوب یاست)، یا ستاسې وروڼه او خویندي (که ستاسې وروڼه او خوینديد ۲۱کلونو څخه کم عمر لري) ستاسې سره اوسیږي، او اوس مهال د عاید پراساسمعین شوي ګټي (Means-tested benefits) ترلاسه کوئ.
- د غوښتنلیک په وخت کې ستاسې د کورنۍ عاید د فدرالي بې وزلۍ کچې لارښودونو ۱۵۰ سلنې څخه کم دی.
- تاسې اوس مهال د سختو مالي ستونزو سره مخ یاست، په شمول د غیر متوقع صحي بیلونو یا بیړني حالتونو ستونزې چې ستاسې د فیس تادیه کولو مخه نیسي.
د USCIS ادارې د فیس معافیت غوښتنې پالیسۍ ویبپاڼې ته مراجعه وکړئ.
د I-912 فورمه، د فیس معافیت غوښتنلیک وروستۍ نسخه ډکه کړئ، یا یو لیک ولیکئ او دهغي په واسطه د فیس معافیت غوښتنه وکړي او ټول اړین معلومات او ملاتړ شواهد چمتو کړئ ترڅو د پورته ذکر شوي دریو معیارونو پر اساس خپل وړتیا ثابته کړئ.
مهرباني وکړئ ټولې لارښوونې تعقیب کړئ، د فورمې ټولې اړینې برخې بشپړې کړئ، او د رد کیدلو د عامو دلایلو د مخنیوي لپاره مناسب اسناد وسپارئ.
د مالي وړتیا پراساس معین شوي مرستې یو عامه امتیاز دی چې په کې هغه اداره چې یاده مرسته چمتو کوي ستاسې عاید او سرچینې په نظر کې نیسي.
- دا ګټې کېدلای شي په فدرالي، آیالتي، محلي یا قبیلوي ډول تمویل شي.
- په عمومي توګه، که چېرې تاسې داسې مرسته ترلاسه کوئ چې ستاسې د عاید له مخې معین شوې وي، مونږ هغه د عاید په اساس مرستې په توګه په نظر کې نیسو.
ځینې عامې ګټې چې د فیس معافیت اهدافو لپاره د عاید پراساس معین شوي مرستې په توګه شمیرل کیږي عبارت دي له:
- میدیک ایدMedicaid/، د ماشومانو د روغتیا بیمې پروګرام (CHIP)، او د ماشومانو د روغتیا بیمې ایالتي پروګرام (SCHIP)؛
- د بشپړوونکې تغذيې د مرستې پروګرام ((SNAP، (چې پخوا د فوډ سټمپ (Food Stamps) په نوم یادېدله) او نور ورته تغذیې د مرستې پروګرامونه؛
- له اړمنو کورنیو سره لنډمهاله مرسته(TANF) ؛
- امنیتي بشپړوونکې عاید (SSI)؛
- استوګنه، د استوګنې د انتخاب د کوپون پروګرام د ۸مې برخې لاندې د استوګنې مرستې، د پروژې پر بنسټ د کرایې مرستو ۸مه برخه (د منځنۍ بیارغونې په ګډون)، او د مک کیني وینټو (McKinney-Vento) استوګنیز قانون لاندې د استوګنې مرسته؛
- د ښځو، ماشومانو، او نوزادانو لپاره د بشپړ تغذیې ځانګړي پروګرام (WIC) او د ماشوم پاملرنې نور پروګرامونه؛
- د کم عاید لرونکي کورنیو د انرژۍ اړوند د مرستې پروګرام (LIHEAP) او نور د انرژۍ اړوند د مرستې پروګرامونه؛
- هر هغه خدمتونه چې د رابرټ ټي سټفورډ (Robert T. Stafford) د ناورین او بیړني مرستې قانون (د سټیفورډ قانون) لاندېچمتو شوي وي؛ او
- هر ډول نغدي ګټې چې د متقاعد سرتیرو چارو وزارت یا نورو فدرالي، ایالتي، محلي، یا قومي ګټو لخوا د تقاعد د حالت پراساس چمتو کیږي.
د وړ ګټو د ډیر پراخ لیست لپاره، د USCIS پالیسي لارښود لومړۍ جلد، B برخه، څلورمه څپرکی، د فیس معافیت (د غوښتنلیک په واسطه) او د فیس معافیت (په بشپړ ډول) برخې ته مراجعه وکړئ.
که چېرې تاسې د عاید په اساس داسې ګټه ترلاسه کوئ چې ستاسې له سیمې څخه بهر په سمه توګه نه پېژندل کیږي، مهرباني وکړئ د امکان تر حده هر څومره چې کولای شئ د ګټې په هکله لا ډېر معلومات وړاندې کړئ. په دې کې ممکن بروشر، د اړیکو معلومات، یا د هغې ادارې د ویب پاڼې پته شامله وي چې تاسې ته مرسته چمتو کوي.
ځینې ګټې چې د فیس معافیت موخو لپاره، موږ د عاید پراساس معین شوي ګټو په توګه په پام کې نه نیسو په لاندې ډول دي:
- میدیکییر (Medicare)؛
- د بیکارۍ اړوند ګټې؛
- د ټولنیز امنیت ګټې(Social Security) ؛
- د معلولو افرادو لپاره د ټولنیز امنیت بیمه(SSDI) ؛
- د متقاعدینو، نجات موندونکو او معلولو افرادو بیمه(RSDI) ؛او
- د زده کوونکو لپاره مالي مرستې/پورونه/بسپنې.
د وړ کیدلو لپاره د کورنۍ د غړي د عاید پراساس معین شوي ګټي کارول
- یو غوښتونکی کولی شي د فیس معافیت لپاره د وړ کیدلو لپارهد خپلې میرمنې/خاوند د عاید پراساس معین شويګټې وکاروي تر هغه چې دوی یوځای ژوند کوي او په قانوني توګه جلا شوي ندي.
- یو ماشوم چې عمر یې د ۲۱ کلونو څخه کم وي، او هغه د خپل مور او پلار سره د ورته چت لاندې ژوند کوي، کولی شي د فیس معافیت لپاره د وړ کیدلو لپاره د مور او پلار د عاید پراساس معین شوي ګټې وکاروي.
- د کالج یو زده کوونکی (۲۱ کلن یا ډیر عمر لرونکې) نشي کولی چې د هغه د مور او پلار د عاید پراساس معین شوي ګټی وکاوري. په هرصورت، د کالج زده کوونکی کولی شي په خپلواکه توګه د مالي ستونزو یا د فدرالي بې وزلۍ لارښودونو ۱۵۰ سلنې لاندې د کورنۍ عاید پراساس د فیس معافیت لپاره غوښتنه وکړي.
- یو ماشوم چې د ۲۱ کالو څخه ډیر عمر لري خو معیوب وي او مور او پلار یې د ماشوم ساتونکي یا قانوني سرپرست پاتې کیږي کولی شي د فیس معافیت لپاره د وړ کیدلو لپاره د والدینو د عاید پراساس معین شوي ګټيوکاروي.یو بالغ ماشوم ممکن د عاید پراساس معین شوي ګټو لپاره ټاکل شوی استازی ولري.والدین یا قانوني ساتونکي باید د مالي ستونزو برخه کې د حضانت او معلولیت په اړه معلومات وړاندي کړي.د والدینو د عاید پراساس معین شوي ګټو په اړه هر ډول معلومات د I-912 فورمې په نورو برخو کې د مالي ستونزو یا د فدرالي بې وزلۍ د ۱۵۰ سلنې څخه کم عاید په اړه شامل کیدی شي.
- والدین کولی شي د فیس معافیت لپاره وړ کیدلو لپاره د خپلو ماشومانو د عاید پراساس معین شوي ګټې وکاروي که چیرې دوی په ورته کورنۍ کې ژوند کوي.
- یو ماشوم کولی شي د خپلې خور/ورور معین شوي ګټې وکاروي که چیرې دواړه د ۲۱ کلونو څخه کم وي او په ورته کور کې د ورته مور او پلار سره ژوند کوي.
- غوښتونکی باید د کورنۍ غړي سره د دوی د اړیکو ثبوت وړاندې کړي چې د عاید براساس معین شوي ګټې ترلاسه کوي (د بیلګې په توګه، د واده سند یا د ماشوم د زیږون کارت کاپي)، او همدارنګه د کورنۍ د وړ غړي سره د دوی د اوسیدو ثبوت وړاندې کړئ.
هغه اسناد چې ښیې تاسې د عاید پراساس معین شوي ګټې ترلاسه کوئ
تاسې باید دا ثبوت وړاندې کړئ چې تاسې (یا ستاسې د کورنۍ وړ غړی) اوس مهال د عاید پراساس معین شوي ګټې ترلاسه کوئ. دا شواهد باید د لیک، خبرتیا یا بل رسمي سند په بڼه وي چې لاندې اړین معلومات ولري، په شمول:
- ستاسې نوم (یا ستاسې د هغه کورنۍ غړي نوم چې معین شوي ګټي ترلاسه کوي)؛
- د هغه سازمان نوم چې عامه ګټې چمتو کوي؛
- د ګټو ډول؛ او
- یو ثبوت چې تاسې یا ستاسې د کورنۍ یو غړی دا ګټې ترلاسه کوي (د بیلګې په توګه، د مرستې نیټه، د پای نیټه، او/یا د نوي کولو نیټه، که د تطبیق وړ وي)
زه باید څه وکړم که زه اوس مهال د معین شوي ګټه ترلاسه کوم مګر زما اسناد د پای نیټه نه ښیې؟
- که چیرې سند د ختمیدو نیټه ونلري، نو موږ به د لیک نیټه یا د صادریدو نیټه وګورو ترڅو دا تایید کړو چې دا ستاسې د I-912 فورمې د سپارلو نیټې څخه د ۱۲ میاشتو دننه صادره شوېده.
- چمتو شوي اسناد باید د هغه نیټې څخه چې تاسې د I-912 فورمه سپارئ د ۱۲ میاشتو څخه زاړه نه وي. که اسناد د ۱۲ میاشتو څخه ډیر تیر وي او تاسې لاهم ګټې ترلاسه کوئ، نور شواهد وړاندې کړئ چې تاسې اوس مهال ګټې ترلاسه کوئ.
ایا زما د ګټو کارت د ثبوت په توګه شمیرل کیږي چې زه معین شوي ګټې ترلاسه کوم؟
- د ګټې کارتونه پخپله د معین شوي ګټو لپاره د منلو وړ ثبوت نه دي مګر دا چې د ترلاسه کونکي نوم، د عامه مرستې ورکوونکي ادارې نوم، د ګټو ډول، او دا چې تاسې یا د کورنۍ غړی اوس مهال دا ګټې ترلاسه کوي (د مثال په توګه د ګټو د ورکولو نیټه او د هغې د ختمیدو یا نوي کولو نیټه) په کې شامل نوي. ایالتونه عموما غوښتونکي نه اړ کوي چې د پای ته رسیدکې کارتونه بیرته ورکړي.
- که ستاسې د کورنۍ عاید د فدرالي بې وزلۍ لارښود له ۱۵۰ سلنې څخه د غوښتنلیک سپارلو په وخت کې کم وي، تاسې ممکن د فیس معافیت لپاره وړ واوسئ.د دې کال لپاره د فقر اوسنۍ کچه د فقر لارښودونو کې وګورئ.
- تاسې باید د کورنۍ د مشر عاید د خپلې کورنۍ عاید کې شامل کړئ. د فیس د معافیت غوښتنلیکونو لپاره، د کورنۍ مشر شامل دي، مګر محدود ندي، د کورنۍ هغه مشر چې د IRS لخوا د IRS 1040 فورمې فایل کولو لپاره ټاکل شوی یا هغه څوک چې ستاسې د کورنۍ ډیری عاید ترلاسه کوي. تاسې کولی شئ په http://www.irs.gov/publications/p501 ویبپاڼه کې د IRS 1040 فورمې ډکولو په وخت کې د کورنۍ د مشر په اړه نور معلومات ترلاسه کړئ.
د هیواد څخه دباندې میړه/میرمنه
- که تاسې د کورنۍ عاید پراساس چې د فدرالي فقر لارښودونو ۱۵۰ سلنې سره مساوی یا ورڅخه کم وي د فیس معافیت لپاره غوښتنه کوئ او ستاسې میړه/میرمن په بهر کې ژوند کوي او ستاسې د کورنۍ سره مرسته کوي، خپل د میړه/میرمنې ونډې خپل کورنۍ په اضافي مجموعي عاید یا مالي ملاتړ برخه کې اضافه کړئ. که ستاسې میړه/میرمنه په بهر کې ژوند کوي، وزګار وي او تاسې ورسره مالي مرسته کوئ، په فورمه کې یې یادونه وکړئ. که ستاسې میړه/میرمنه په بهر کې ژوند کوي او ستاسې د کورنۍ لپاره هیڅ ډول مرسته نه کوي، مهرباني وکړئ د یو لیک په واسطه خپل وضعیت تشریح کړي.
د یو مشخص ادرس نشتوالی
- کله چې موږ د فیس معافیت غوښتنې بیاکتنه کوو، د یو مشخص آدرس نشتوالی په پام کې نیسو. که تاسې د بې کوره سرپناه څخه خدمات ترلاسه کوئ، مهرباني وکړئ د سرپناه څخه اوسنی لیک چمتو کړئ. لیک باید د لیټر هیډ/د سرپناه لوګو ولري، یو بیان په کې شامل وي چې ستاسې د سرپناه څخه د خدماتو ترلاسه کول تاییدوي، او د سرپناه کارمند لخوا لاسلیک شوی وي چې ستاسې وضعیت تاییدوي. که تاسې بې کوره یاست مګر په سرپناه کې نه اوسیږئ، مهرباني وکړئ د خپلې ټولنې د یو ښه غړي څخه چې تاسې پیژني او ستاسې ادعا چې تاسې بې کوره یاست او د فیس ورکولو توان نلرئ تصدیق کړي.
- تاسې یو څوک د خپلې کورنۍ د اندازې د یوې برخې په توګه شمیرلای شئ که چیرې هغه په لاندې شرایطو باندې برابر وي:
- تاسې خپله؛
- ستاسې د کورنۍ مشر (که چېرې تاسې خپل د کورنۍ مشر نه یاست). که یو ماشوم (۲۱ کالو څخه کم عمر لرونکی) په انفرادي ډول غوښتنه کوي، د لومړني سرپرست والدینو په هکله معلومات چمتو کړئ؛
- ستاسې میړه/مېرمن چې له تاسې سره ژوند کوي (که چېرې تاسې جلا شوي یاست یا ستاسې میړه/مېرمن له تاسې سره ژوند نه کوي، هغه مه شاملوئ)؛ یا
- د کورنۍ له لاندې غړو څخه هر څوک چې له تاسې سره اوسیږي:
- ستاسې ماشومان یا هم حقوقي ماشومان، چې واده یې نه وي کړی او له ۲۱ کالو څخه کم عمر ولري؛
- ستاسې ماشومان یا هم حقوقي ماشومان، چې واده یې نه وي کړی او یا لږ تر لږه ۲۱ کاله عمر ولري مګر له ۲۴ کالو څخه کم عمره وي، د پوره ورځې زده کوونکي وي، او یا هم هغه څوک چې کله په ښوونځي کې نه وي نو له تاسې سره ژوند کوي؛
- ستاسې ماشومان یا هم حقوقي ماشومان، چې واده یې نه وي او هغه څوک چې تاسې یې په حقوقي توګه سرپرستي په غاړه لرئ ځکه چې هغه تر دې حده جسمي معیوب وي، رشد نشي کولای یا هم ذهني معلولیت لري چې نشي کولای د خپل ځان ساتنه وکړي، یا خپله کورنۍ جوړه کړي، ساتنه یې وکړي یا هم بیا ځلې خپله کورنۍ جوړه کړي.
- ستاسې والدین؛ او
- ستاسې نور وابسته ګان چې ستاسې په فدرالي مالياتي اظهارنامه کې لېست شوي، یا هم ستاسې د مېړه/مېرمن یا د کورنۍ د مشر په فدرالي مالياتي اظهارنامه کې لېست شوي دي.
- تاسې باید د خپلې کورنۍ د غړو کالنی عاید ستاسې د کورنۍ د عاید د یوې برخې په توګه شامل کړئ.
زما خپلوان یا د کوټې ملګری زما سره ژوند کوي، آیا د دوی عاید زما د کورنۍ د عاید د یوې برخې په توګه حسابېدلای شي؟
- که چیرې یو څوک ستاسې سره ژوند کوي مګر د کورنۍ د غړي په پورته تشرېح شوي تعریف کې نه شاملېږي، د یاد کس عاید ستاسې د کورنۍ عاید برخه مه شمیرئ. تاسې باید د هرې مالي مرستې مشخص مقدار حساب کړئ چې تاسې یې له هغوي څخه ترلاسه کوئ یوازې په هغه صورت کې چې یادې پیسې ستاسې له کورنۍ سره د مرستې لپاره کارول شوي وي. تاسې باید دا مقدار د اضافي عاید یا مالي ملاتړ په برخه کې لیست کړئ.
- لومړۍ بېلګه: که ستاسې تره/ماما ستاسې په کور کې ژوند کوي (چې تاسې یې مالکیت لرئ) او ستاسې دکور قسط لپاره ۱۰۰۰ ډالر تادیه کړي، دا ۱۰۰۰ ډالر باید د اضافي عاید یا مالي ملاتړ په برخه کې شامل شي ځکه چې دا مقدار پیسې ستاسې د کورنۍ لپاره د مالي مرستې په توګه چمتو شوي دي.
- دویمه بېلګه: تاسې خپل اپارتمان د یو داسي کس سره شریکوئ چې ستاسې د کورنۍ غړی نه وي. تاسې خپل لګښتونه ورکوئ، او ستاسې د کوټې ملګری د هغه خپل لګښتونه تادیه کوي. ستاسې د کوټې د ملګري عاید ستاسې د کورنۍ د عاید برخه نه ده ځکه چې د کوټې ملګری له تاسې څخه مالي ملاتړ نه کوي. له همدې امله، تاسې باید د کوټې د ملګري عاید ستاسې د کورنۍ د عاید د یوې برخې په توګه شامل نه کړئ.
زه د ماشوم لپاره مالي ملاتړ ترلاسه کوم، مګر هغه بشپړ مقدار نه دی لکه څرنګه چې د محکمې په حکم کې لیست شوی وو. آیا زه باید د ماشوم ملاتړ بشپړ مقدار د اضافي عاید یا مالي ملاتړ په توګه شامل کړم یا هم یوازې هغه څه شامل کړم چې زه یې واقعاً ترلاسه کوم؟
- د ماشوم مالی ملاتړ ورته مقدار په ګوته کړئ چې تاسې یې ترلاسه کوئ. که چیرې د محکمې په حکم یا اسنادو کې د بیان شوي مقدار ترمنځ کوم توپیر شتون ولري، مهرباني وکړئ په هکله یې توضیحات وړاندې کړئ. د اسنادو په بېلګو کې ممکن د بانک اظهارنامه، د چکونو کاپي، د محکمې اسناد یا هم نور هغه اسناد شامل وي چې هغه اصلي عاید یا مالي مرستې په ګوته کوي چې تاسې یې ترلاسه کوئ.
طلاق/جلاوالی څرنګه زما د فیس معافیتپر وړتیا (پر شرایطو برابروالي) باندې اغېزه کوي؟
- که چېرې تاسې د بېوزلۍ د فدرالي لارښوونو له مخې حداقل ۱۵۰سلنه یا ورڅخه کم کورني عاید پراساس د فیس معافیت غوښتنه کوئ او د ازدواجي جلاوالي له امله د خپل میړه/مېرمنې عاید نه شاملوئ، مهرباني وکړئ یو لاسلیک شوی متن یا اسناد چمتو کړئ ترڅو دا ثابته کړي چې ستاسې مېړه/میرمن ستاسې سره ژوند نه کوي او د کورنۍ په عاید کې هیڅ مرسته نه کوي. د منلو وړ اسنادو کې کیدای شي د محکمې د حکم یوه کاپي چې ستاسې قانوني جلاوالی رسمي کوي، د ملکیت د وېش د تصفیې رسمي تړون، د مالي ملاتړ تړون، یا دکور قسط، اجاره یا د اوبو او برېښنا بیلونه شامل وي چې ښکاره کوي تاسې او ستاسې میړه/مېرمن له یو بل څخه جلا ژوند کوئ.
- حتی که تاسې له خپل مېړه/مېرمن څخه جلا ژوند هم کوئ، ستاسې د کورنۍ په عاید کې د میاشتني ملاتړ ټول هغه تادیات شامل دي چې تاسې یې له خپل مېړه/مېرمن څخه ترلاسه کوئ.
د سختو مالي ستونزو ځینې مثالونه په لاندې ډول دي:
- یو روغتیایی بیړنی حالت یا ناروغی چې یو غیر تبعه یا د یو غیر تبعې خپلوان پورې تړاو لري؛
- بېکاري؛
- د کاري ساعتونو او معاشونو د پام وړ کمښت (د کار په حالت کې بدلون)؛
- شړل کیدل؛
- بې کوره کیدل؛
- د میړه/میرمن یا والدینو نظامي ګمارل کیدل؛
- طبیعي ناورین ؛
- د استوګنې ویجاړیدل (لکه اور، اوبه یا ویحاړیدل )؛
- د بنسټیزو اسانتیاوو او کرایې یا دکور قسط تادیه کولو کې پاتې راتلل (تادیات او بیلونه هره میاشت د میاشتني معاش څخه ډیر دي)؛
- کوچني سوداګرۍ ته د پام وړ مالي زیان اوړیدل چې شخصي عاید باندې اغیزه کوي؛
- قرباني کېدل؛
- د میړه/میرمنې څخه طلاق یا مړینه چې پر مجموعي عاید باندې اغیزه کوي؛ یا
- نور حالتونه چې معمولا په ژوند کې تمه نه کیږي.
څنګه وښایئ چې تاسې له سختو مالي ستونزو سره مخ یاست؟
• په فورمه کې یو تفصیلي توضیحات شامل کړئ چې ولې تاسې خورا مالي سختۍ لرئ او شواهد وړاندې کړئ، په شمول:
- د عاید اسناد، څرنګه چې پورته ذکر شوي دي؛
- د ټولو شتمنیو اسناد چې ستاسې او ستاسې د کورنیو غړولخوا ملکیت، ساتل یا کنټرول شوي وِي ؛ یا
- د پورونو او لګښتونو پورې اړوند اسناد چې تاسې او ستاسې د کورنیو غړو مسولیت وي او نور لګښتونه چې تاسې یې مسؤل یاست.
- د شواهدو بیلګې چې کیدلی شي ستاسې د سخت مالي ستونزو تفصیلي توضیحاتو ملاتړوکړي عبارت دي له:
- د بانک میاشتني حساب؛
- د تادیاتو رسیدونه یا د بیکارۍ ثبوت؛
- د اوبو او بریښنا بیلونه؛
- د اجارې قراردادونه ؛
- د روغتیا لګښتونو لپاره بیلونه؛ او
- د بې ثباته آدرس یا بې کورۍ ثبوت.
که زه داسې اسنادو ته لاس رسی ونلرم چې وښيي زه په سخت مالي حالت کې یم نو څه باید وکړم؟
- که تاسې نشئ کولی د سخت مالي ستونزو ثبوت وړاندې کړئ، د دې وضاحت شامل کړئ چې ولې تاسې د خپلې فورمې د توضیحاتو برخه کې ثبوت نشي وړاندې کولی.دا تل سپارښتنه کیږي چې ستاسې د ټولنې د یو ښه غړي څخه یو ملاتړ تعهدلیک (لاسلیک شوی او نیټه لرونکې) شامل کړئ چې تاسې پیژني او ستاسې د اوسني مالي وضعیت په اړه اضافي معلومات وړاندې کولی شي.
- که تاسې په کوم طبیعي ناورین، اور لګیدنه، غلا یا نورو پیښو کې ټول ډول شواهد له لاسه ورکړي وي، خپل د فورمې د توضیحاتو برخه کې دا توضیحات شامل کړئ. مهرباني وکړئ د خپل پولیس راپور یوه کاپي، د بیمې ادعا یا بل کوم راپور، که شتون ولري، خپل د ادعا د ملاتړ لپاره چمتو کړئ.
د ملاتړ تعهدلیک په وړتیا باندې څرنګه اغیزه کوي
- که یو څوک ستاسې لپاره د I-864 فورمه، د ملاتړ تعهدلیک، د قانون د 213A برخې لاندې ډکه کړي، هغه کس بیا هم ستاسې د ملاتړ مسولیت لري. په هرصورت، موږ به د فیس معافیت لپاره ستاسې وړتیا په اړه د پریکړه کولو لپارهیوازې د هغه شخص عاید یا شتمنۍ په پام کې نیسو که چیرې هغه شخص اوسمهال ستاسې د کورنۍ غړی وي.
- د فیس د معافیت غوښتنه څرنګه ستاسې د کډوالۍ پر اوسني وضعیت باندې اغېز کوي په متحده آیالاتو کې د قبولی په موخه، USCIS د مرستو د ترلاسه کولو مقدار، مودې او تازه توب ته په کتلو سره، د دولتي لګښت له لارې د عوایدو د تأمین او اوږدمهاله اوسېدنې لپاره اوسمهال یا په تېر کې د نغدي مرستو ترلاسه کول د شرایطو په مجموعه کې په نظر کې نیسي. مګر اوسمهال یا په تېر کې د ګټو ترلاسه کول یوازې د دې تعینولو لپاره کافي ندي چې غوښتونکی به یو وخت په مالي بوج بدل شي.
- د عامه ګټو ترلاسه کول د فیس معافیت غوښتنلیک بیاکتنې باندې کومه منفي اغیزه نلري.
تاسې کولی شئ د دې مسلو په اړه مفصل لارښود د USCIS د پالیسۍ لارښود په ۸م جلد، G برخه کې ومومئ.
اضافي معلومات زموږ د مالی بوج سرچینې پاڼې کې هم شتون لري.
- که موږ معلومه کړهچې ستاسې غوښتنلیک غلط اسناد، د حقایقو غلط بیان، یا د درغلۍ هر ډول بڼه لري، په شمول د فیس معافیت غوښتنلیک پورې اړوند درغلۍ،موږ به ستاسې غوښتنلیک یا عریضه رد کړو.
- هغه فورمه چې تاسې یې غوښتنه کوئ د فیس د معافیت وړ نده او یا تاسې د فیس معافیت لپاره وړ نیاست.
- تاسې خپله I-912 فورمه یا لیکلی غوښتنلیک ندی لاسلیک کړی او یا که تاسې د ۱۴ کلونو څخه کم عمر لرئ، ستاسې والدینو یا حقوقی سرپرستانو غوښتنلیک نده لاسلیک کړی.
- تاسې د I-912 فورمې په ۱ برخه کې لږترلږه یو انتخاب نه دی غوره کړی، په داسې حالت کې د فیس معافیت غوښتنه کولو لپاره خپل اساس مشخص کړئ.
- تاسې د لاندې مواردو لپاره شواهد ندي وړاندې کړي:
- تاسې اوسمهال د عاید په اساس مرسته ترلاسه کوئ؛
- ستاسې د کورنۍ عاید د بېوزلۍ د فدرالي لارښوونو له مخې حداقل ۱۵۰سلنه یا ورڅخه کم دی؛ یا
- تاسې اوسمهال یوه مالي ستونزه تجربه کوئ.
- تاسې د خپل فیس د معافیت غوښتنې د ملاتړ لپاره داسې شواهد وړاندې کړي چې په انګليسي ژبه ندي، او سربېره پر دې، تاسې یې تائید شوې انګلیسي ژباړه نه ده وړاندې کړې.
- تاسې خپل د I-912 فورمه یا لیکلې غوښتنه پرته د غوښتنلیک یا عریضې څخه سپارلې ده.
- تاسې د ټولو اسنادو لپاره چې په بهرنۍ ژبه معلومات لري د انګلیسي بشپړ ژباړه شامله کړې نده.
- که موږ ستاسې د فیس معافیت غوښتنه رد کړه مګر تاسې ډاډه نه یاست چې ولې، مهرباني وکړئ د رد خبرتیا ولولئ (I-797 فورمه، د عمل خبرتیا). که، د رد خبرتیا بیاکتنې وروسته، تاسې لاهم نه پوهیږئ چې ولې موږ ستاسې د فیس معافیت غوښتنه رد کړې، تاسې کولی شئ موږ سره په lockboxsupport@uscis.dhs.gov اړیکه ونیسئ.
ځینې غوښتونکي چې د I-765 فورمه، د کار جواز لپاره غوښتنلیک ډکوي، اړتیا نلري چې فیس ورکړي. د مثال په توګه، د هغو غیر اتباعو لپاره چې د I-589 فورمه، د پناهغوښتنې یا د ردمرز کیدو مخنیوی لپاره غوښتنلیک پاتې ده، د کار د اجازې سند د غوښتنلیک فیس نشته. مهرباني وکړئ د USCIS دفتر د فیس مهالویش پاڼې ته مراجعه وکړئ ترڅو معلومه کړئ چې ایا تاسې اړتیا لرئ د خپل I-765 فورمې لپاره فیس ورکړئ او که نه.
که تاسې اړ یاست چې د I-765 فورمې لپاره د فایل کولو فیس ورکړئ، تاسې ممکن د فیس معافیت وړ واوسئ. که تاسې غواړئ د فیس معافیت لپاره غوښتنه وکړئ، تاسې کولی شئ د I-912 فورمه، د فیس معافیت لپاره غوښتنلیک» د خپل I-765 فورمې سره ډکه کړئ. د EAD ځینې وړ کټګوریو لپاره، تاسې کولی شئ خپل بشپړ شوی I-765 فورمه د خپل بشپړ شوي I-912 فورمې سره زموږ د PDF فایل آپشن په کارولو سره وسپارئ. د PDF فایل آپشن تاسې ته اجازه درکوي چې خپل د USCIS آنلاین حساب په کارولو سره خپل د بشپړ شوي فورمونو PDF کاپي اپلوډ او وسپاري.
د I-912 فورمه او I-765 فورمه اوس هم د USCIS په ویب پاڼه کې شتون لري او تاسې کولی شئ په چاپ شوي شکل کې مناسب آدرس ته واستوئ.
یاددونه: هغه آدرس چې تاسې خپل I-765 فورمه ورته لیږئ ستاسې درخواست ورکولو دلیل او د وړتیا طبقه بندۍ پورې اړه لري چې تاسې د I-765 فورمې په ۲۷ پوښتنې کې په ګوته کړی. مهرباني وکړئ د فورمونو سپارلو موقیعتونو د موندلو لپاره د I-765 فورمې په مستقیمه بڼه سپارلو آدرسونو ویبپاڼې ته مراجعه وکړئ.
فورمې
لارښود یادښتونه
- د I-765 فورمې، د کار جواز لپاره غوښتنلیک د فیس معافیت غوښتنه کولو لارښونې (PDF, 147.15 KB)
- د I-765 فورمې، د کار جواز لپاره غوښتنلیک د فیس معافیت غوښتنه کولو لارښونې (اسپانوي) (PDF, 150.3 KB)
- د I-765 فورمې، د کار جواز لپاره غوښتنلیک د فیس معافیت غوښتنه کولو لارښونې (هایټین کرولي) (PDF, 158.12 KB)
- د I-765 فورمې، د کار جواز لپاره غوښتنلیک د فیس معافیت غوښتنه کولو لارښونې (روسي) (PDF, 208.18 KB)
- د I-765 فورمې، د کار جواز لپاره غوښتنلیک د فیس معافیت غوښتنه کولو لارښونې (اوکرایني) (PDF, 164.25 KB)
- د I-765 فورمې، د کار جواز لپاره غوښتنلیک د فیس معافیت غوښتنه کولو لارښونې (WOLOF) (PDF, 154.53 KB)
- حقیقت پاڼه - د فیس معافیت یا N-400 فورمې لپاره غوښتنلیک (PDF, 145.8 KB) (PDF, 145.8 KB)
- حقیقت پاڼه - د ټیټ عاید لرونکو خلکو لپاره تابعیت ته وده ورکول (PDF, 152.48 KB)
- حقیقت پاڼه – بی کوره خلکو لپاره تابعیت ته وده ورکول (PDF, 119.04 KB)